ارشیف؛ ننګرهار کې ملکي تلفات

طالبان: تېره میاشت نږدې سلو تنو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د روان میلادي کال تېره میاشت «فبروري» هم د روانې جګړې له امله د ملکي وګړو لپاره ځپونکې میاشت وه، چې پکې ګڼ عامه تاسیسات تخریب او لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

طالبان چې د هرې میاشتې په وروستیو کې د «جنګي جنایت» تر سرلیک لاندې د ملکي تلفاتو ارقام او اسناد خپروي، د فبروري میاشت يې هم خونړۍ میاشت بللې ده.

دې معلوماتو کې چې د نن ټکی اسیا په ګډون له بېلابېلو خبري ویبپاڼو نه پکې د ماخذونو په توګه ګټه اخیستل شوې، فبروري میاشت کې شاوخوا ۹۶ تنه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تېره میاشت کې هلمند، میدان وردګو، لوګر، خوست، کونړ، کاپیسا او ګڼو نورو ولایتونو کې د دولتي او بهرنیو ځواکونو له لوري «عملیاتو» کې درانه ملکي تلفات واوښتل.

د تېرې میاشتې تر ټولو خونړۍ پېښه د فبروري ۲۲مه د میدان وردګو ولایت په جلګه ولسوالۍ کې هغه شپني عملیات و، چې په ترڅ کې يې د دې ولسوالۍ په شرتوغي، چتو، درانیو او بابک سیمو کې ۱۶ تنه ملکي وګړي ووژل شول او د یوې مدرسې په ګډون يې ګڼ کورونه تر خاورو لاندې کړل.

د دې تر څنګ تر یادو عملیاتو څو ورځې وړاندې ګډو ځواکونو د فبروري ۱۸مه د کاپیسا په تګاب کې د يوې پېړۍ لرغونې مدرسه «حمید المدارس» په بمونو والوزوله او د ستر صوفي میاګل جان اغا خانقا او اثار يې له منځه یووړل.

دې پېښې خواله رسنیو کې هم د هېوادوالو توند غبرګونونه را وپارل او طالبانو يې د انتقام اخیستو ژمنه وکړه.

د تېرې پنجشنبې پر ماخستن د هلمند په واشیر کې د شوراب پوځي اډې په منځ کې مرګونې درې ورځنۍ جګړه پیل شوه، چې طالبانو د ملکي تلفاتو انتقام یاد کړ.

په دې برید کې نهو تنو سرتېرو بریدګرو برخه اخیستې وه، چې د طالبانو د معلوماتو له مخې نږدې څلور سوه تنه دولتي او بهرني ځواکونه يې وژلي او دروند مالي زیان يې اړولی دی.

یاده دې وي کابل مېشتو د میدان وردګو اوسېدونکو د ملکي تلفاتو په غبرګون کې پراخ لاریون هم ترسره کړ او پر پراخو بشري جنایاتو يې د مسؤلو چارواکو او د بشري حقونو کمیسیون چوپتیا وغندله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د