افغانستان

د امریکا سفیر: نوي کمېشنران دې «ژر تر ژره» د تېرو ټاکنو پایلې اعلان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): نن د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره نویو معرفي شویو غړو، د لوړې مراسم ترسره کړل، چې تر دې مراسمو څو ساعته وروسته د امریکا سفیر ورته د لومړي ګام په ډول پر خپله ټویټر پاڼه امر وکړ.

جان بس نږدې یو ساعت وړاندې پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې د دې کسانو هرکلی کوي، خو په وینا يې لومړی ګام دا دی، چې «ژر تر ژره» دې د تېرو ټاکنو پر پایلو کار وکړي.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه دا هم لیکلي چې په دې برخه کې «باید ځنډ نه وي.»Johan-bass-twitter

که څه هم د تېرو ټاکنو ناندرییزې پایلې ښايي د ګڼو اړخونو غوښتنه وي، خو د امریکا د سفیر له لوري د «لومړي ګام» په ډول په ګواښمنه لهجه دا ډول څرګندونې د مداخلې ښکاره شکل بلل شوی دی.

ټولنیز فعال خیر الله شینواري پر خپله ټویټر پاڼه په طنزي انداز لیکلي: «کابل کې د امريکا سفير نوو کمېشنرانو ته ځينې وظائف ټاکلي چې بايد اجراء يې کړي، پيدا به نشي کوم منفي باف چې دا اوس مداخله وګڼي؟؟»

عبیدالله تسل يې علت مالي مرسته یاده کړې: «پیسې ورکوي مفت امرونه خو نه کوي، کومه دی د نر زوی چي تر سترګو پورته ور ته وګوري؟»

د محمد فاروق منګل په نوم یو بل تن لیکلي چې دلته د امریکا نظامي حضور او دا چې دا نظام د دوی پر لاس جوړ شوی، نو د خپلواکۍ فکر ناممکن دی: « کله چې یو نظام د هغوی پر لاس جوړشوی وي او د هغه هیواد نظامي حضور وجود ولري هغه په ټولو برخو کې هیڅ خپلواکې نه لري.»

محمد اشرف غني نن د نویو کمېشنرانو د لوړې مراسمو کې وویل، چې د تېرو ټاکنو په برخه کې درغلګر به بې سزا پرې نه ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

اوه غنيگى هم دومره شو چى د تيرو تاكنو درغلگر ته به جزا وركرى ، تر تولو لوى درغلگر خو جان كيرى و كه د نر زوى يى يوه ترخه خبره خو ورته وكره ، جزا خو به په رسى ترلى وزى ته هم ورنكراى شى .

غوربندي

لدی څرګندونو ښکاري چې امریکایان احتمالا د قطر په مذاکراتو کې یا خو ریښتیني نه دي او یا خو له مذاکراتو د شاتګ نیت لري.

غمی.پښتین

غور بندی ته
دا پاسنی راپور د قطر په خبرو پوری څه اړه لری؟که ته په خپله غواړی چه جګړه اوږده شی.غوربند دره کی صحرایی محکمو ته ادامه ورکړی،
روغه جوړه د الله ج امر دی،نوره ورور وژنه محکمی بس دی،

مجاهد

د امریکا او ارګ چارواکی وایی چه افغانستان یو خبلواک هیواد دی، که وی د امریکاسفیر څه چه د امریکا ریس هم د دی حق نه لری چه د افغانستان په انتخاباتی کمشنرانو په ټاکلو او نه ټاکلو کی امر او نهی صادر کړی . که یی صادروی . نو بیا خو خلیلزاد خبیث چټیات وایی چه د کابل د حکومت سره دی طالبان خبری وکړی ، د کابل حکومت خو د امریکا د سفیر له خوا اداره کیږی . امر کوی چه [ نوي کمېشنران دې «ژر تر ژره» د تېرو ټاکنو پایلې اعلان کړي ] داسی امر ع… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x