
اوچا: وروستیو ورښتونو نږدې دوه زره کورنۍ زیانمنې کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د افغانستان په جنوب او لوېدیځو سیمو کې وروستیو ورښتونو تر دوه زره ډېرې کورنۍ زیانمنې کړې دي.
د دې دفتر د راپور له مخې یوازې د کندهار په ارغنداب کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیان اوښتی چې ډېری يې هلته مېشت کوچیان دي.
په ورته توګه د فراه په اناردره، شیخ اباد او حنیف اباد کې ګڼې کورنۍ زیانمنې شوې دي، چې هیڅ ډول مرسته هم ورسره شوې نه ده.
د فراه په ګاونډي ولایت هرات کې د اوبه، شینډنډ، زاول، زیرکوه او پښتونزرغون ولسوالیو په مربوطاتو کې شاوخوا ۵۰۰کورونه نړيدلي دي.
د تېرې اوونۍ په وروستیو کې پراخو ورښتونو په ګڼو ولایتونو کې له مرکزونو د ولسوالیو لارې هم تړلې دي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
په دې ورښتونو کې د کابل ـ کندهار پر لاره د موټرو د بند پاتې کېدو له امله هم د زیانونو خبرونه ورکړل شوي دي.
طالبانو او حکومت دواړو تر لاس لاندې سیمو کې له ورښتونو ځپلو سره د مرستې غږ کړی دی، چې ګڼو سیمو کې د پوښاک او خوراک توکي هم زیانمن شویو ته را ټول شوي دي.