افغانستان

له کابل څخه نوي ډيلي ته د هوايي پروازونو بيې دوه برابره زياتې شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې پاکستان له خپل هوايي حريم څخه د نورو هيوادونو ترڅنګ د افغانستان پروازونه هم بند کړل نو اوس له کابل څخه ډيلي ته د پروازونو بيې د پخوا په نسبت دوه برابره زياتې شوي دی.

په کابل کې هند ته تلونکي مسافر وايي چې د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکيچ له امله يې اوس له کابل څخه نوي ډيلي ته د هوايي ټکټونو بيې له دوه چنده نه هم ډېرې زياتې شوي دي.

د کبير عرفان په نامه يو تن مسافر رسنيو ته ويلي دي چې مخکې به له کابل څخه نوي ډیلي ته د هوايي سفر ټکټ ۱۲۰ امريکايي ډالر و خو اوس دا بيه ۳۰۰ ډالرو ته پورته شوې ده.

نوموړی وايي چې د پلار د ناروغۍ د تداوۍ له پاره هند ته سفر کوي او اوس مجبور دی چې دوه ټکټونه په ۶۰۰ امريکايي ډالرو راونيسي.

نوموړی وايي چې افغانان هند ته د سفر له پاره دومره لوړه بيه نشي پرې کولی.

د له کابل څخه نوي ډيلي ته د هوايي سفر د ټکټونو بيې له دې امله زياتې شوي دي چې له افغانستان څخه د پاکستان په هوايي حريم هند تللې لاره له تېرې نژدې يوې اوونۍ راهيسې تړل شوې ده او اوس افغانستان د ايران له هوايي حريم څخه په تېرېدو هند ته افغاني مسافر ليږدوي.

په کابل کې دکام اير شرکت رئيس فريد پيکار امريکا غږ ته ويلي دي چې له کابل څخه نوي ډيلي ته د ټکټونو د بيو لوړېدل موقتي دي او د پاکستان د هوايي حريم په خلاصيدو به یې بيې بيرته عادي حالت ته راوګرځي.

هغه وايي چې اوسمهال له کابل څخه هند ته تلونکې الوتکې د ايران له لارې هند ته پروازونه کوي چې د واټن د زياتوالی له امله د ټکټونو بيې هم لوړې شوې دي.

د يادونې وړ ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې هم کله چې د افغانستان و پاکستان ترمنځ په تورخم کې د جګړې له امله سرحدي پولې وتړل شوې او خلکو ته د ځمکې له لارې د تګ اجازه نه وه، هغه مهال هم په کابل کې اسلام اباد ته د پروازونو
بيې لوړې شوې وې.

په افغانستان کې د روغتيايي اسانتياوو او باکيفيته درملو د نه شتون له امله ډيری افغانان اړ دي چې ګاونډي پاکستان، هند او ځينې نورو هیوادونو ته د تدواۍ په موخه سفر وکړی او همدا راز ډېری افغان سوداګر د سوداګرۍ له پاره هند او پاکستان ته سفرونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x