جان بولټن د ځينو امریکایانو د پاتې کېدو پلوي کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په تازه مرکه کې ويلي، له سولې وروسته هم باید ځينې امریکايان په افغانستان کې پاتې شي.

هغه له سې ان ان سره په خبرو کې ویلي، باوري نه دي چې افغان خاوره به د دوی پر ضد نه استعمالېږي، په وینا يې باید د څار لپاره ځينې ځواکونه پاتې شي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا هم ويلي، چې سپينه ماڼۍ به هیڅکله «په پټو سترګو» پر طالبانو باور ونه کړي.

دا په داسې حال کې دی چې په قطر کې د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې روانې دي او دواړو لوریو د بهرنیو ځواکونو پر بشپړ وتلو هوکړه کړې، خو څرنګوالی يې لا هم ډاګیز شوی نه دی.

طالب استازیو په بېلابېلو رسنیزو مرکو کې پر دې ټینګار کړی چې د دې جوړجاړي د تطبیق د تضمین لپاره به د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او نورو با رسوخه او با صلاحیته اړخونو پلاوي هم برخه ولري.

طالبانو او امریکایانو د تېرې جنوري میاشت کې له شپږ ورځنۍ ناستې وروسته وویل، چې دواړو لوریو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي او دا چې افغان خاوره به د پردیو له لوري نه استعمالېږي، په پار تخنیکي ډلې ټاکلې دي، چې په روانو خبرو اترو کې به د دې ډلو را ټول کړي مواد هم تر بحث لاندې ونیول شي.

طالب مشرانو پرلپسې ټينګار کړی چې په هیڅ ډول حتی د یو تن امریکايي پوځي له حضور سره هم توافق نه‌شي کولی.

avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

ښه وخت،
طالیبان هم نه غواړی چه امریکایان ووځی.ځکه چه هره ورځ جنګ تیز وی.که جنګ بند کړی امریکایان به په خپله ووځی.د
د جان بولټن او طالیبانو هدف یو دی.همشه جنګ جنګ جنګ

پتنګ
میلمه
پتنګ

زه داسې منطق ته حیران یم !! افسوس د پښتون په سیاسي شعور چې په هیڅ خبر ندی ! جنګ تیزول قدرت، قوت ، اراده او میړانه معلوموي او ښکاره کوي یې نه د امریکایانو د شتون لپاره لا نوره لاره برا برول ! طالبان به د سولې تر اخرین لاسلیک پورې خپله جګړه په مردانه ډول سره مخته بیایې ! نو چې داسې د وژنې او جنګ مخالف یې ولې په زنچو غني باندې امر نکوې چې د شپو په چاپو کې له افغان وژنې لاس واخلي !! نالت په خلقي ، پر چمي ، افغان ملتي او لیبرالو… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

بولتنه ! ته خو خود غوارى چى امريكايى بى تهذيبه عسكر دلته د تل لپاره پاته شى او د همدى لپاره راغلى واست خو كه يى غيرتى افغانان پر ارامه پريژدى ، تر هغو چى دلته ياست افغانان به مو پر سرسر وهى ، كه غوارى چى ماغزه مو تاش پتاش نشى او نيمايى عسكر مو ليونيان در نشى ژر وزى .

مختار
میلمه
مختار

تالیبان او آمریکایان په پته کوم شوم پلان لری دوی نور سه نه غواری بس د ولس وینی تویه وی.

بسم الله
میلمه
بسم الله

که څوک ولیکی ، جه بوش ، اوباما او لا ترمپ وحشی دی زمونږ خلک وژنی غمی صاحب د هغوی د وحشت دفاع نه شی کولای نو وایی طالبان هم وحشیان دی ، که دا ونه وایی کمیشن نه ورکول کیږی ،دالر تر هری وسلی خطرناک او موثریت لری له نارینه وو ښځی جوړوی او اشغالګرو ته تر دی کچی د غلامی واګی په لاس ورکوی چه د شکایت حق هم نه لری قضایی مصونیت یی ورسره د غلامی په تړون کی لاسلیک کړی

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

بسم الله ته
زه انسان ته وحشی نه وایم.هر انسان چه قتل کوی.که امریکا وی ،که طالیب وی.زه هغه ته قاتل او ظالم وایم.
قاتل قاتل دی،قاتل ته باید قاتل وویل شی.زه د قتل طرفدار نه یم،هیڅوک د قتل اجازه نه لری.که طالیب وی که امریکا،که ګل بدین.

Karwan
میلمه
Karwan

بسم الله وروره همدغه دالري غلامان دي لکه###چه زموږ اولس په امريکايانو وژني، يا جاسوسي ورته کوي، يا خو تبليغ او په جګړه کي ورسره يو ځاي دي. داسي خلک نه حيا لري، نه غيرت او نه وجدان او اکثره ددوي څخه بداخلاقه هم دي. کاروان