
کندهار: د ولسي جرګې يو نوماند وژل شوی
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۷): په کندهار ولايت کې د ولسي جرګې د يو نوماند په موټر چاودنه شوې ده چې له امله يې نوماند وژل شوی دی.
د کندهار ولايت چارواکي وایي چې د ولسي جرګې د نوماند اسدالله ماشوري په موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده چې له امله نوموړی وژل شوی دی.
ياده چاودنه د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د فابريکې سرای مخې ته شوې ده.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي هم ياد بريد او د ماشوري وژنه تایيد کړې ده.
تراوسه چا د يادې پيښې مسؤليت په غاړه نه دی اخیستی.