هند وايي، د پاکستان بې پيلوټه الوتکه يې غورځولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): هندي رسنۍ وايي، د هند هوايي ځواک د پاکستان يوه الوتکه غورځولې، چې په غالب ګومان بې پيلوټه به وي.

اې ان ای خبري اژانس د چارواکو له قوله ليکلي، چې پاکستانۍ الوتکه د راجستان ايالت فضايي حريم د څار پر مهال د هند جنګي الوتکې له لوري نسکوره شوې ده.

ځايي رسنۍ لا هم د پېښې په اړه ضد او نقیض راپورونه خپروي. ځينې  وايي، چې پاکستانۍ الوتکه د هوايي توغندي په مرسته نسکوره شوې، ځينې نور يې د جنګي الوتکې پر مټ د نسکورېدو ادعا کوي.

همدارنګه د پاکستانۍ الوتکې د نسکورېدو د ځای په اړه هم تر اوسه کره راپورونه نه دي ترلاسه شي.

هندي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

هندي رسنيو دا راپورونه په داسې حال کې خپاره کړي، چې تېره اونۍ د پاکستان جنګي الوتکو د کشمير په فضا کې هندي الوتکه نسکوره کړې وه او پيلوټ يې ژوندی نيولی و، چې وروسته يې د «ښه نيت» له امله خوشې کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د