
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ملي امنیت شوراء سلاکار «حمدالله محب» په یوه رسمي سفر د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته تللی.
د ملي امنیت شوراء له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، محب به د افغان سولې په پروسې، امنیتي مسایلو او د نشه یې موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د ازبکستان له لوړپوړو چارواکو سره وغږېږي.
حمدالله محب داسې مهال ازبکستان ته سفر کوي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی نن په قطر کې د طالبانو د دفتر د مشر «ملا برادر اخند» لیدو ته ورغلي وو او ژمنه یې کړې وه چې هیواد به یې د افغان سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته اوږه ورکړي.