افغانستانخبرونه

طالبان: وروستیو بریدونو ثابته کړه چې اسلامي امارت د ولس د وینې پور چاته نه پرېږدي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، وروستیو مؤفقو او تندریزونو بریدونو ثابته کړه چې دوی د خپل ولس د وینو پور چاته نه پرېږدي
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې مقاله کې چې د طالبانو رسمي نظر څرګندوي راغلي « په وروستیو موفقو بریدونو سره اسلامي امارت یو وار بیا ثابته کړه چې دخپل مظلوم او محبوب ولس دوینې پور نه پرېږدي، د ولس عزت، سر او مال ساتنې ته لومړیتوب ورکوي او دمدرسو او مسجدونو ورانونکي مجازات کوي».
مقاله وړاندې زیاتوي « دا ډول بریدونه ښيي چې اسلامي امارت ددیني ارزښتونو، ملي منافعو او خپلواکۍ ساتنې په لار کې دهیڅ جهت هیڅ ډول فشارونو ته غاړه نه ده ایښې او داشغال دخاتمې او داسلامي نظام ترحاکمیت پوري به خپلې روانې مبارزې ته دوام ورکوي».
یاده دې وي چې طالبان داسې مهال د اولس د وینو د غچ اخستلو ادعاء کوي چې څه موده وړاندې وروسته تر هغه چې د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، طالبانو وعده وکړه چې د ملکي وګړو غچ به اخلي، د طالبانو تر دې وعدې یوازې څو ورځې وروسته د هیواد په جنوبي ولایت «هلمند» کې د امریکایانو ستر فوځي مرکز «باسټن» ته نهه تنه طالب سرتېري ننوتل او هلته په مېشتو بهرنیانو او داخلیانو یې حمله وکړه، دا برید چې ۴۶ ساعته یې دوام درلود په پایله کې یې د طالبانو په وینا د درانه مالي زیان تر څنګ «۱۳۷» بهرنیان او «۲۶۰» داخلي عسکر ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

دا خوسی غټی غټی خبری ولی کوی؟ خپل افغانان مو ووژل ځانونه مو## ### مو خپل کړ پدی څه افتخار کوي؟ له کلی کورنه یی وستلی یاست، د ژوند لری نه عزت. کورونه مو په پاکستان کی دی، د#### دا څه افتخار دی چه کوی یی؟ الله د نه ګډ حکومت پاتی کړی او نه هم تاسی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x