د شوراب جګړې په اړه د اسد خالد غبرګون څومره موجه دی ؟!

شاهد غزنيوال

پر شوراب پوځي اډې د طالبانو له حیرانوونکې برید نه دوه ورځې وروسته د کابل رژیم دفاع وزارت سرپرست اسد خالد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي عملیاتو منسجموونکی رندی جورج د ژورنالیستانو په مخ کې را څرګند او د یاد برید په اړه یې غبرګون ښکاره کړ.

د یاد خونړي برید په اړه د ښاغلي خالد غبرګون هغه تکراري، بې ګتې او ناموجه غبرګون دی چې د رژیم بېوسه او بکې کفایته چارواکي یې له تیرو ۱۸ کلونو راهیسي تکراروي.

 

اسد خالد چې د رژیم د دفاع وزارت لپاره د ټاکل کیدو په ورځ یې د طالبانو خلاف یو لړ ګواښونکی شعارونه ورکړل، په میدان ښار، فاریاب او د هلمند په شوراب کې د ده لخوا ورکړل شوي شعارونه د ده خلاف عملي او د طالبانو په لاس یې په رزګونو پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

پر شوراب اډې د طالبانو د تکتیکي برید په اړه د اسد خالد وروستۍ څرګندونې له پوځي لحاظه د نوموړې د ښکاره شکست او ماتي ښکارندويي کوي.

ځکه که له ښاغلي خالد نه د کابل رژیم د یوه پوځي او امنیتي چارواکي په توګه وپوښتل شي چې په فرض محال د شوراب برید په پاکستان کې پلان شوی وي پلی خو ستاسې پر هغې اډې شو چې ځمکه او هوايي ستاسي د بین المللي دوستانو د کشفي او مراقبتي سپوږمکیو تر څارنه لاندې دی.

ایا له پوځي لحاظه دا څومره شونې ده چې له دغسي هوايي او ځمکني مراقبت سره دې ۹ تنه په وسلو مجهز برید ګر له هیڅ مزاحمت پرته د ۲۱۵ نمبر میوند قول اردو د قومندې مرکز ته ځان ورسوي؟!

ښايي اسد خالد ته به دا معلومات وي چې د یوه قول اردو تشکیلاتي شمیر ۳۶۰۰۰ پوځیان وي، ایا دا ۳۶۰۰۰ کسیز قول اردو د چرګانو د تولید فارم او که پوځي مرکز و چې ۳۶۰۰۰ روزل شویو پوځیانو یې د ۹ تنو بریدګرو مخه ونه نیولای شوه او هغوی ورباندې د برلاسو ښکارچیانو په څیر دوه شواروزه مسلسل خپلې ماشینګڼې وچلولې؟

ښاغلی خالد! تاسو چې د خپلې رسوايي د پټولو په خاطر په پاکستان کې د برید د طراحي خبره کوئ ولې د ۹ پیاده بریدګرو په مقابل کې د خپل ۳۶۰۰۰ کسیز پوځ د بیوسۍ او ناتوانۍ په اړه وضاحت نه ورکوئ؟!

دا څرنګه ۲۱۵ نمبر میوند قول اردو دی چې له زرګنو پوځي وسائطو ، لسګونو محاربوي او استکشافي الوتکو او لسګونو زره سپکو او درنو وسلو سره د ۹ تنو برید ګرو مقابله نشوای کولای؟!

د دفاع وزیر په توګه تاسو ته شرم دی چې له دومره لوی فضیحت او رسوايي سره بیا هم د رسنیو په مخ کې د راڅرګندیدو جرئت کوئ!

که واقعا هم تاسو د خجالت احساس لرلای نو له هیڅ ډول الزام تراشي پرته به مو د ۹ تنو برید ګرو په مقابل کې د خپل تر ټولو مجهز ۳۶۰۰۰ کسیز قول اردو چې د زرګونو بهرنیو ځواکونو حمایت هم ورسره دی پرښکاره شکست اعتراف کړی وای، نه د رسنیو په مخ کې د دغه ډول نامعقولو او مضحکو توضیحاتو ارائه کول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

الد ایجړا د رازق هلکو په شان هلکو میړانه هغه چاته جوړه ده چه بی ولسی خلک د طالبانو د پلویانو په نامه ونیسی ویی تړی ، شکنچی ورکوی او لا یی د ګاړو پسی اچوی او لا یی نوکان او غاشونه باسی وسله وال مجاهدینو خو یی د مخی او شالیار یوه کړی وه ، چه امریکایانو په پلاستیکی پایپونو ور جلا کړه که نه هر څه به یی په یوه وار راوتلی خالد ایجړا ته ګوره او وزارت دفاع ته ګوره .

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښه وخت غزنیوال صاحب.
څو کاله وړاندی پاکستانی ترهګرو په انډیا مومبی ښار ډله ایز برید وکړ،چه دا برید دوه ورځی وخت ونیو.او د مومبی ښار ژوند ټول په ټاپه ولاړ وه،
دا په برید په دا معنی نه دی،چه ګویا انډیا ماته وخوړه. د شوراب او په دنیا کی نور ترهګریز بریدونه د کامیابی معنی نه لری،
ایا تاسو محترم چیرته د ترهګرو دولت په دنیا کی لیدلی؟