
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷ل): په کشمیر کې د هند او پاکستان وروستیو شخړو په سیمه ئیزو هیوادونو سربېره امریکا هم په اندېښنه کې اچولې او غواړي د د ډیلي او اسلام اباد تر منځ راپورته شوی تشنج پای ته ورسوي په همدې هیله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دواړو هیوادونو غوښتنه وکړه څو راپورته شوې شخړې له سیاسي او ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.
دا چې ولې امریکا د هند او پاکستان د شخړې حل ته دلچسپي لري ؟ رويټرز خبري اژانس د یوه امریکايي جنرال له خولي لیکي «امریکايي چارواکي ځکه غواړي د هند او پاکستان تر منځ راپورته شوې شخړه حل کړي، تر څو د افغان سولې روانې خبرې کومې چې کولای شي امریکا له ۱۷ کلنې جګړې راوباسي ددې ډول شخړو له اغېز خوندي پاتې شي»
نوموړی وړاندې زیاتوي « که چېرې داسې ونه شي، پاکستان به د افغان سولې په پروسه کې له همکارۍ لاس واخلي او په طالبانو باندې به له شته اغېز ګټه پورته نه کړي».
یاده دې وي چې امریکا وروسته تر هغه د پاکستان او هند تر منځ د شخړو د پای ته رسولو هڅې ګړندۍ کړې چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د پاکستان سفیر «زاهد نصرالله» او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وویل چې « که د کشمیر شخړه حل نشي، دا به د افغان سولې پروسه اغېزمنه کړي او په وړاندې به یې خنډونه وزېږوي».
خو د سیاسي چارو د کارپوهانو په اند د سولې پروسه د افغانستان کورنۍ مسئله ده او د کشمېر له قضیې سره کوم تړاو نه لري، افغان شنونکی او په اسلام اباد کې د طالبانو د اسلامي امارت سفیر «ملا عبدالسلام ضعیف» هم ورته نظر لري، نوموړي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي چې «اوس د پاکستان د فشارونو وخت تېر دی او د افغان سولې په برخه کې خنډونه نشي جوړولای».