افغانستان

د اسراییلو لومړي وزیر افغانستان ته د تګ خبره څنګه وکړه؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د اسراییلو لومړي وزیر بینامین نتنیاهو په یوه غونډه کې وویل، په دې وروستیو کې افغانستان ته په رسمي سفر تللی دی.

هغه د غونډې پر مهال څه ونه ویل، خو ګډونوال يې حیران کړل، له غونډې وروسته هغه پرخپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې افغانستان ته نه؛ بلکې اذربایجان ته تللی دی.

نتنیاهو پر دې هم بسنه نه ده کړې، بلکې په ملنډو يې اضافه کړي، «څوک پوهېږي، کېدای شي، بله دوره کې» افغانستان ته هم سفر وکړي.

افغانستان ته د سفر اړوند اسراییلو د لومړي وزیر څرګندونې که څه هم هغه له غونډې وروسته یوه «غلطي» بللې، خو په اړه يې شکونه هم پیدا شوي دي.

پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته ډېری لوېدیځوال چارواکي بې له کومې خبرتیا ناڅاپي سفرونه کوي، چې د نتنیاهو د خولې خطايي هم خواله رسنیو کې یو «ګنګوسې» را پیدا کړې.

اسراییل چې د اسلامي نړۍ په غصب شوې خاوره کې جوړ شوی هېواد دی، د افغانستان له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي.

افغان چارواکو د نتنیاهو د «سفر» په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د کوم افغانستان له خوا، هغه اشغال شوی افغانستان چه د ع او غ دوهمه غلامه اداره یی هم له یهودی جان کیری له خوا انتسابی ټاکل شوی او اصلی جمهور ریس یی ارګ کی دننه رولا او بهر د امریکا سفیر دی . او اسراییل بیا د امریکا رهبری کوی نو د بادار بادار د افغانستان غلامه اداره په رسمیت پيژندل څه معنی لری هغه به کابل ته تللی او واپس به اسراییلو ته راغلی او اذربایجان ته به هم تللی وو مګر ع او غ او د غلامی اداری څوک به خبر شوی هم نه وی

حکیمي

کیدای شي راغلی به وي
څه موده مخکې ځینورسنییو د اسرایلی عسکرودشتون خبرونه هم دهرات اوفراه له ولایتونو ځخه ورکړل

لونګ

د یهودیان مشر چی افغانستان ته راشی او که رانشی څه، دا حکومت یهودو جوړ کړی. خو دا هم واضحه خبره ده چی یهودیان پر فلسطینی مسلمانانو باندی د مظاهری پر وخت اوبو پاشی او هغوی خواره واره کوی، #####.####

غ.حضرت

افغانستان هغه ښکلې ناوې ده چي ډېر خبیث اربابان ئې فقط د پَلَو د څوکی په لېدو په احتلام ګرفتار شویدی البته د پَلَو د پورته کولو او غېږه کی نیولو جرئت به ئې ځانته ورکړی وی خو د هر یوه خائې د بېخه ایستلی شویدی. دا خبیث هم یو له هغو لویو! خبیثو اربابانو له ډلی څخه دی،دی باید پدې پوه شی چي د افغان پر پاکه خاوره د یهودو د پلید بیرغ رپېده به یو پوچ ارمان او یوه مړه آرزو وی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x