وکیلان: که اشرف غني را نه‌شي، د پارلمان پرانیسته پخپله کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې برحاله وکیلان چې تر قانوني کار يې څلور کاله نور اوړي، وايي بیا دې هم د دوی لپاره د پارلمان پرانیسته وشي.

دوی له ژمنۍ رخصتۍ وروسته د بل کاري کال پرانیسته باید د روانې «کب» میاشتې په ۱۵مه وکړي، خو ځينې استازي د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته په کتو اندېښمن دي چې د پرانیستي لپاره به يې اشرف غني ګام پورته نه کړي.

دوی وايي دا يې «حق» دی چې تر څو د تېرو ټاکنو پایلې بشپړې اعلان شوې نه وې او بریاليو وکیلانو کار پیل کړی نه وي، باید دوی خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابي وايي، د دوی دنده هغه وخت پای ته رسېږي، چې نوي وکیلان خپله دنده پیل کړې.

د دې جرګې بل غړی ذکریا ذکریا وايي، که محمد اشرف غني يې د پرانیستې لپاره را نه‌شي، نو دا د وکیلانو «دنده» ده چې پارلمان پرانیزي.

دا په داسې حال کې دی چې د ولسي جرګې له تېرو ټاکنو پنځمه میاشت هم په تېرېدو ده، خو لا يې هم بشپړې پایلې معلومې نه دي.

تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفیر هم پر خپله ټویټر پاڼه نویو کمېشنرانو ته امر کړی، چې «ژر تر ژره» دې د تېرو ټاکنو پایلې معلومې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د