ورزش

د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ دريمه يو ورځنۍ سيالۍ؛ د ورښت امکان نشته

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ دريمه يو ورځنۍ سيالۍ نن د سه شنبې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجې د هند په دهرادون ښار راجيو ګاندي لوبغالي کې پېل کيږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ تر دې دمه دوه يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوي چې لومړۍ يې افغانستان خو دويمه د ورښت له کبله بې پايلې اعلان شوه.

په دغه سيالۍ کې افغانستان لوبډلې د حضرت ځاځي او رحمت شاه په زړه پورې توپوهنې او نيمه سليزو وهلو سره په ۴۹م اور کې منډې تر ۲۵۰ ورسولې چې ورښت پېل شو او بالاخره لوبې بې پايلې اعلان شوه‌.

تر دې دمه ايرلينډ لوبډلې په ياد سيريز کې کومه لوبه نه ده ګټلې، چې د فشار احساس به کوي، خو افغان لوبډله به چې ښايي نوي لوبغاړي ولوبوي په دواړو برخو کې برلاسي وي.

په تېره لوبه کې افغانستان لوبډلې د محمد شهزاد پرځای اکرام عليخېل، د نجيب ځدران پرځای جاويد احمدي او د دولت ځدران پرځای سيد شيرزاد لوبولی و، چې تمه کيږي چې يوازې جاويد احمدي به بدل او نور لوبغاړي په خپل ځای پريږدي.

د يادونې ده چې د افغانستان لوبډلې لخوا ځوان چټک توپوهونکی حضرت ځاځی چې په شل اوريزو نړيوال جدول کې له ۳۸م څخه اووم ته راښکته شو، يو وار بيا ښه ثابتيدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x