امریکا له فلسطین سره ديپلوماتیکې اړیکې کموي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په بیت المقدس کې د فلسطنیانو لپاره شته  قونسلګرۍ تړي.

د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، له دې وروسته په قدس ښار کې موجوده قونسلګري رسمي حیثیت نه لري او د قدس ښار کې موجود د امریکا په سفارت کې به مدغمېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، دا ګام ددې لپاره اخستل شوی څو د امریکا متحده ایالات یو واحد ادرس او نمایندګي ولري.

په بیت المقدس کې د فلسطنیانو لپاره د موجودې قونسلګرۍ د ادغام طرحه څو میاشتې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وړاندې کړې وه چې اوس یې د عملي کېدو لپاره ګامونه اخستل کېږي.

د فلسطنیانو لپاره په قدس کې د موجودې قونسلګرۍ تړلو بیلابیل غبرګونونه راپارولي، فلسطنیانو د ټرمپ اداره د اسرائیلو په پلویتوب او د بیت المقدس قضیې ته په ټيټه سترګه کتلو تورنوي.

یاده دې وي چې د ټرمپ  ادارې د واک په لومړیو کې بیت المقدس په رسمي ډول د اسرائیلو د پایتخت په حیث وپېژاند او خپل سفارت یې له تل ابیب څخه ور انتقال کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د