روسيه:د سوله ييزو موخو لپاره د سعودي اټومي پروګرام سره مرسته کولی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، هېواد يې د سوله ييزو موخو لپاره د سعودي اټومي پرګرام کې مرستې ته چمتو دي.

د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې د بهرنيو چارو لپاره د سعودي د دولت وزير عادل الجبیر سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال لاوروف وويل، چې سعودي چارواکو سره  يې د سوريې کشالې او يمن جګړې سربېره يې په سيمه ييزو ستونزو او دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير زیاته کړې، چې د سعودي او اسرائيلو ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره يې د منځګړیتوب وړانديز کړی و، خو دواړو غاړو نه و منلی.

عادل الجبیر هم د روسيې د بهرنيو چارو وزير سره ګډې خبري ناستې ته ويلي، چې روسيې سره يې د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا سربېره په سيمه ييزو کشالو خبرې کړي دي او دغه ناسته يې  ګټورې بلې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د اټومي  پروګرام په اړه سعودي سره د مرستې وړانديز په داسې حال کې کړی، چې څو مياشتې وړاندې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان امریکا ته د سفر پر مهال رسنيو ته ويلي و، که ایران اټومي وسلې جوړوي، په مقابل کې به يې سعودي هم اړ وي، چې اټوم جوړ کړي.

تر دې وړاندې،  کله، چې په ۲۰۱۵ کال کې هم د ایران او امریکا ترمنځ اټومي هوکړه وکړه، د سعودی د استخباراتو پخواني مشر ترکي الفيصل په خپل غبرګون ويلي و، که ایران سره اټومي هوکړه کیږي، په مقابل کې به يې سعودي هم ورته غوښتنې ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د