نړۍ

نن دجمعی مبارکه ورځ ټول سینده کی دPPP له لوري پرکارکولو بندیز ولیګیدي

karachi_strike_newنن ټکی اسیا:دپاکستان دخلګو ګوند PPP هغه وخت په سینده ایالت کی دکارکولو دبندیز اعلان وکړ، کله چي پاکستاني ستري محکمي دحکومت له لوري ددیدارشاه ټاکنه غیرقانونی اوباطله اعلان کړه
دډان نیوز دخبرپاڼي په حواله چي نن ټوله کراچي کی دویري حالت دي خال خال ډزي اوریدل کیږي دمرګ اوژوبلی خبرهم ورکول شویدي

خبرزیاته وي چي له نن سهار څخه بیا تراوسه پوري په ډزوکي یواځی دکراچي ښارکي ۷کسه وژل شوي او ۱۴ موټروته اور اچول شویدي
دسنده دایالتی شورا په غونډه کی د پاکستان دخلګوپه ګوند پوري اړوند وزیرانو اود ایالتي شورا غړو ترلاسونو توری پټی تړلي وي اودستري محکمی دفیصلی په خلاف یی سخت خفګان ښودلي وه
دسنده ایالتی شورا نن یوقرارداد هم لاسلیک کړ چي هغه کی یی په پارلمان کی دمخالف ګوند مشر چودری نثار ددرخواست چي ددیدارشاه ټاکنه یی تحدید کړی وه سخت مخالفت وکړ
کیداشي نن به دپاکستان دخلګو په ګوند پوري تړلي ټول وزیران دسنده دایالتي شورا له وداني څخه بیا دسنده ایالت دقضایی چاروتروداني پوري لاریون وکړي
له بله لوري په سنده کی نن ټولي تعلیمي اداری بندي وی او حال داچي ټول سنده کی نن په ښونځیو اوپوهنتونوکي کلنئ ازمویني رواني وی.
تیره شپه ترسهاره دکراچي ښارپه لارو اوواټونو کی مسلح خلګ ګرځیدل هوایی ډزی یی کولي خلګ یی تحدیدول چي سهارکارونو ته راونوځي.

                                            بخت الرحمن بخت: نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x