د طالب ـ امریکا د پنځم پړاو خبرو ژورتیا په څه کې ده؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا د پنځم پړاو خبرو موده تر هغه وغځېده، چې وړاندې يې تصور کېده.

ټاکل شوې وه، دا خبرې اترې به د دریو ورځو لپاره اوږدې شي، خو ممکنه غځېدل يې هم یاد شوي و، اما نن يې له دوه ورځنۍ رخصتۍ سره سره اتمه ورځ ده، خو لا يې هم په اړه وروستۍ پایلې نه دي رسنیزې شوې.

بي بي سي د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله وايي، چې خبرې اترې يې ژورې روانې دي چې تر اوسه يې پایله معلومه نه ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم روانې اخبرې اترې «خورا پېچلې» یادې کړې دي.

دا چې د دې خبرو اترو پېچلتیا او ژورتیا په څه کې ده؟ په اړه يې بېلابېل نظریات موجود دي.

سیاسي کارپوه وحید مژده وايي، ځینې جزییات د دې علت شوي چې خبرې ژورې او ځنډنۍ کړي چې ژر قناعت پرې سخت دی.

هغه له اشنا تلویزون سره خبرو کې د نمونې په ډول وویل: «مثلاً امریکایان وايي، په هغه موده کې چې موږ ځان را ټوولو او وځو، تاسې له موږ سره جګړه کوئ او که اوربند؟»

هغه زیاته کړه ممکن خبرې اترې د روانې اوونۍ تر پایه هم وغځېږي، په وینا يې اوس بحث له کلیاتو جزییات ته شوی دی او پر جزییاتو بحث معمولاً وخت نیونکی وي.

د دې تر څنګ د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې د هغوی د حکومت او ولس لپاره ګنګس کوونکې ثابته شوې ده، چې ژر ترې ځان نه‌شي ټولولی.

پخوانی طالب چارواکی او خواله رسنیو کې فعال عبدالحنان همت يې علت دا په ډاګه کوي چې امریکا د ځان پر وړاندې بېخې متفاوته ډیپلوماسي ویني.

هغه لیکلي: «د دوی غوږونه خو په نوره نړۍ کې یوازي له ” یس سر ” سره بلد دي، څه چې دوی وایې هغه به کیږي، ولې دلته بیا مجلس او ډیپلوماسي په مکمل ډول له نورو هغو سره متفاوت دي، نو ځکه دوی ته پېچلې معلومي شوې.»

هغه وړاندې زیاتوي چې امریکا به داسې څه هم ومني، چې په اړه يې ښايي فکر هم نه وي کړی: «دوی به اخر هغه څه مني چې تر اوسه یې فکر نه و کړی . ان شاءلله»

د شنونکو په باور د یادو موضوعاتو تر څنګ د دواړو لوریو له اړخه کېدونکو توافقاتو ته ژمن پاتې کېدل او یو پر بل باور جوړونه هم هغه څه دي چې خبرې يې اوږدې کړې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

سوله په کنج کې نه کیږي ، سوله به د ملګرو ملتو او نورو اروپایې او اسلامي هیوادونو تر نظارت لاندي به له دواړو خواؤ څخه لاسلیک او تضمین کیږي ! به داسې وخت کې به طالبان په خپلو مرچلو کې پراته وي خو د امریکا د عسکرو د کډې په وخت کې به تیارسۍ ولاړ وي او په سنګرونو کې به پراته وي چې د نورو داخلي مسائلو دحل لپاره خپله انګیزه له لاسه ور نکړي ….

حماد
میلمه
حماد

د طالب منطق

په افغانستان کې له امریکا سره هره اړیکه کفر خو په قطر کې پټپټونی او پسپسک اسلام دې، العیاذ باالله

Karwan
میلمه
Karwan

### دي هم همدومره هوښيار دي لکه حماد خانه ته چه ئي! کامران

غوربندي
میلمه
غوربندي

هلکه ته خو هيڅ ديد او ليد نلرې
لنډ ګنډ د بې شعوری په منډ کې ګير پاته يې