
طالبان: اسدالله خالد د ناکامۍ پټولو لپاره افواهات خپروي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د هلمند په واشیر کې د ګډو ځواکونو پر لوی پنډغالي د طالب بریدګرو درې ورځنۍ جګړې حکومت له چوپتیا سره سره غبرګون ته اړ کړ.
په دې برید کې چې طالبانو خپل سرتېري نهه تنه یاد کړي، د نږدې څلور سوه تنه بهرنیو او دولتي عسکرو د وژل کېدو او دروند مالي زیان اړولو خبر يې ورکړی دی.
تېره ورځ د فاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وویل، دا برید په پاکستان کې طرحه شوی او په وینا يې «جیش محمد» ډلې ترسره کړی دی.
طالبانو د نوموړي دا څرګندونې یوازې د ناکامۍ پټولو لپاره ناکامه هڅه بللې او چورلټ يې رد کړې دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «موږ دغه پروپاګند په کلکه ردوو، د کابل ادارې چارواکې هر ځل دا ډول افواهات د خپلې ناکامۍ او رسوایۍ د توجیه کولو لپاره خپروي.»
دا برید چې تېره پنجشنبه ماخستن مهال پیل شو، د شبنې تر نیمې شپې يې دوام وکړ، چې دولتي سرچینو يې په اړه سره مخالفې څرګندونې درلودلې.
وړاندې تر دې به د ورته بریدونو پر مهال یوازې د پلان د طرحې د ځای په اړه چارواکو څرګندونې کولې، خو دا لومړی ځل دی چې د دفاع وزیر د یوې بهرنۍ وسلهوالې ډلې نوم اخلي.
خالد وروسته له هغه نېغ د «جیش محمد» ډلې نوم اخلي، چې څو ورځې وړاندې هندي الوتکو پاکستان کې بمباري وکړه او هندي رسنیو وویل چې د دې ډلې مرکز يې نړولی دی.
خواله رسنیو کې د ښاغلي خالد پر دې څرګندونو تمسخر امیزه تبصرې شوې دي او پېغور ورکړل شوی، چې که دومره یقیني وي، نو دوی هم باید د هند په څېر ګام اوچت وکړي.
د نن د وړمې ورځې سرمقاله هم پر همدې موضوع را څرخي: «د کابل رژیم د دفاع وزارت لپاره د ښاغلی اسد الله خالد له ټاکلو سره فکر کیده چې یاد وزارت به د طالبانو خلاف پوځي فعالیتونه منسجم او په پروګرامونو کې به یې پرمختګ راشي.
خو د نوموړي له ټاکنې وروسته برعکس طالبانو پر امنیتي او دفاعي ځواکونو په مسلسل ډول داسي بریدونه وکړل چې د هغوی پوځي او استخباراتي وړتیا يې په شدت متأثره کړه.
په میدان ښار، فاریاب او بیا د هلمند په ښوراب کې یې دولتي مستحکم سنګرونه یو په بل پسي په نښه او دولتي ځواکونو ته یې نه جبرانیدونکي ځاني او مالي تاوانونه واړول.»
دحملې پلان جوړسوی په بهرني ملک کي دی اوجوړکړی هم جیش محمد دی دغلته ستاسو زړه ته چادرورساوو تاسولاس تړلي اودمرګ په خوبونو ویده واست که دشرابو په ډیروڅښلوداسي مست واست چې حس موله لاسه ورکړی وو چې دپلان د جوړولو پرځای اوجوړونکي خبریې اودفاع ته یې بلاوهلی یې پکه دادي لابله سپکه
اسدالله جانه ## په مونږ کی یوه قصه ده چه وای دیوه سړی په مجلس کی باد تللی ؤ نو ده نه لاره ورکه شوی وه نو ﺉ ویلی ؤ چه بیګاه می روټه خوړلی وه, نو ### ټر به په پر نه بدلوی که رښتیا داسی وی نو ته د څه لپاره ﺉ خو ورشه ور پسی کنه دباد تللوته د هسی خوشی بهانی مه جوړوه.
صبا به يى د مباركى كليمى سپين بيرغ پر ارگ رپاند وى او تاسى مزدوران به همدا سرنا وهى چى دا د پاكستان بيرغ دى .
الله تعالى مو په اخرت كى تر دى هم و شرموه .
کشکی د دفاع وزیر مو یو نر وای. خالد جانه ته هم د مور د دوهم میړه (هند) په شان الوتکی ور په هوا که اسلام اباد، پنجاب بمبارکه، او کنه هسی هوایی بمباری مکوه، چی روغتیا ته تاوان لری. پلاسټیک به خراب کی.