ډیموکراټ نوماند: امریکايي ولس دې فشار راوړي، چې حکومت ځواکونه را وباسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ډیموکراټ نوماند برني سندرز وايي ولس دې پر حکومت فشار راوړي چې په افغانستان کې پیل کړې جګړه پای ته ورسوي.

هغه چې خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړی، ویلي امریکايي ولس داسې جګړه نه غواړي چې پای معلوم نه وي، هغه ټینګار کړی چې دا د حکومت مسؤلیت دی چې جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي پر خلکو هم غږ کړی چې پر حکومت له فشاره کار واخلي، چې عسکر را وباسي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

سندرز په ۱۹۴۱ز کال په نیویارک کې زېږېدلی او د سنا غړی هم پاتی شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې له تېرې اوونۍ راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ پنځم پړاو خبرې روانې دي، چې ډېر تمرکز يې پر دې دی چې بهرني ځواکونه باید څنګه ووځي او دا چې افغان خاوره به د بل چا له لوري نه استعمالېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د