ټکنالوژي

پر فیسبوک ستاسې د مبایل شمېره خوندې نه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې فیسبوک په ۲۰۱۱م کال کې د (Two-Factor Authentication) په نوم د کاروونکو د اسانتیا لپاره نوې ځانګړتیا وړاندې کړه چې کاروونکو کولای شول د یوه پیغام په رسیدلو فیسبوک ته داخل شي.

د راپورونو له مخې اوس ښکاره شوې چې فیسبوک د ځینې اهدافو لپاره دغه امنیتي ځانګړتیا د ځان په ګټه کاروله.

دې هدف ته د رسیدلو لپاره فیسبوک د تېر ۲۰۱۸م کال په ستمبر میاشت کې د ژبو تصدیقولو لپاره د فیسبوک اپډیټ اپلیکیشن اپډیټ یا اوسمهال کړ، په دې سره کاروونکو ته د نمبر زیاتولو پیغام موصول کېده (Add your phone number to help secure your account).

له نمبر زیاتولو وروسته کاروونکي ته د یوه بل امنیتي ترتیبونو Security settings مخه کیږي، په دې کې له دې څخه پوښتنه کیږي چې (څوک څوک کولای شي ستاسې نمبر وګوري؟) ددې لپاره دغه اختیارات ورکړل شوي وي:

هر یو (Everyone)، ملګري یا د ملګرو ملګري (Friends or friends of friends) او یا یوازې زه (Only me)، په دغې ډول فیسبوک د انسټګرام کاریال هم لري او ستاسې معلومات ورسره شریکوي، که چیرې په دواړو کې نمبر مختلف وي له تاسې څخه یو نمبر غواړي، چې ویل شوي وو فیسبوک د کاروونکو معلومات د اعلانونو لپاره کاروي.

اوس په یوه نوي راپور کې ویل شوي چې که کاروونکي په مبایل شمېره د فیسبوک حساب پرانیزي دده د معلوماتو د خوندیتوب ضمانت نشي کیدلای.

خو فیسبوک ددې ځانګړتیا په اړه ویلي چې د مبایل شمېرې په اړه مونږ د یو شمېر پوښتنو او غبرګونونو سره مخ شو، خو مونږ اوس ددې په اړه نوي اختیارات وړاندې کړي چې کاروونکی پرته له مبایل شمېرې نوم لیکنه کولای شي، او څوک نشي کولای د ایمیل یا مبایل له لارې د کاروونکي اکاونټ وموندي.

دا لومړی وار نه دی چې فیسبوک دې د یوې یا بلې لارې د پيسو په بدل کې د کاروونکي شخصي معلومات غلا کوي، تېر کال پر فیسبوک تور پورې و چې د شاوخوا ۹ ملیونو فیسبوک کاروونکو معلومات یې پر معلوماتي ټکنالوژۍ «کیمبرج اینا لایټکا» پلورلي وو، په دغه معلوماتو کې د امریکې ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اغیزمنولو کوښښ شوی و.

یاده دې وي چې فیسبوک اوسمهال د نړۍ له زیاتو استعمالوونکو ټولنیزو رسنیو ویبپاڼو څخه دی او په تېره یوه لسیزه کې د بې شمېره امنیتي خرابوالي په اړه له توندو غبرګونونو او جرمانو سره مخ شوی، د تېر کال سپتمبر په میاشت کې یې خبر هم ورکړی و چې دوی په امنیتي برخو کې یو شمېر ستونزې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x