د الحاج ملاعبیدالله اخند د شهادت د نهم تلین په ویاړ څو کرښې!

م. نعمت الله – سابق

د افغانستان اسلامي امارت د تحریک د پیل څخه تراوسه د داسي سر ښندونکو شازلمو او باتورو افغانانو څخه جوړ دی چي ددې نظام سره د ملګرتیا عمده لامل یې سرښندنه او قرباني وي، هغوی ددې نظام سره د مادیاتو او چوکیو لپاره نه یوځای کیږي او نه هم کوم څوک د دنیوي اغراضو لپاره د دومره سترو ننګونو سره ځان مخ کوي.

د اسلامي امارت په سرښندونکو زلمیانو کښي په دومره لوړه کچه قرباني دوی ته د خپلو مؤسسو مشرانو څخه په میراث ورپاته ده، امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد، الحاج ملاعبیدالله اخند، ملااخترمحمد منصور، مولوي جلال الدین حقاني (رحمهم الله) او داسي نور بې شمېره مشرانو خپلو شاته پاته لارویانو ته د قربانۍ او سرښندني داسي درسونه پرې ایښي چي هغوی اوس ددوی پر پلونو په قدم ایښودلو سره د الله تعالی په لار کښي د قربانۍ ډګر ته په ویاړ او سیالۍ ور مخ ته کیږي.

د ۲۰۰۱م کال په وروستیو شپو کښي کله چي د امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد (رحمه الله) استوګنځای په کندهار ښار کښي د نړیوالو کفري یرغلګرو د بمبار هدف وګرځېدی، نوموړۍ مجبوره سو چي خپله کورنۍ د همدې ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د سنګحصار سیمي ته نقل کړي، بې رحمه صلیبیانو هلته هم تعقیب کړ او هوايي برید یې ورباندي وکړ خو الله تعالی په خپل رحمت سره نوموړۍ او کورنۍ یې دواړه د برید څخه وژغورل.

ددې ځای دردوونکې صحنه هغه وخت پیلیږي کله چي نوموړي وغوښتل نور باید د خپلي کورنۍ څخه جلا سي، هغه ته تر خپلي کورنۍ د هغو شازلمو قومانده ډېره مهمه وه چي د هیواد او ناموس په دفاع کښي یې په خپلو سرونو د نړیوال ښکېلاک د هوايي الوتکو مقابله کول.

د ملامحمد عمر مجاهد او کورنۍ دا اخیري دیدار او خدای پامانی و، تر هغه وروسته نه کورنۍ دی لیدلی او نه ده خپله کورنۍ لیدلې ده، هغه کوچني زوی یې چي «ثالث عمر» یې په سنګحصار کښي تر لمن نیولی و بل ځل ۱۳ کاله وروسته هغه وخت ولیدی کله چي یې ددې نړۍ څخه رخصت اخیستی او وفات سوی و، دا د اسلامي امارت بنسټ ایښودونکی او لومړۍ مؤسس دئ چي په اوسني عصر کښي یې په دومره لوړه کچه د قربانۍ بېلګه هیڅوک نسي وړاندي کولی.

په دوهمه درجه کښي د اسلامي امارت بل اتل شهید الحاج ملاعبیدالله اخند قرار لري چي د ۲۰۱۰م کال د مارچ میاشتي پر ۵مه نېټه د پاکستان د پوځ او استخباراتو په یو کرغیړن زندان کښي په شهادت ورسیدی، تر شهادت دوه کاله وروسته د نوموړي کورنۍ او اسلامي امارت ته فقط درې انځورونه ورکړل سول چي پکښي ملاعبیدالله اخند پر یوه زنګ خوړلي کټ په خپلو کالو کي پروت دئ، زني یې تړلي او د هجران په لمحو کښي ددې فاني نړۍ څخه رخصت سوی و.

الحاج ملاعبیدالله اخند هغه اتل دئ چي دکورنۍ یې تر مرګ وروسته هم دیدار نصیب نه سو، دا خبره هم تراوسه شکمنه ده چي ایا ورښودل سوی قبر رشتیا هم د ملاعبیدالله اخند دئ؟ ځکه چي تراوسه څوک پردې نه دي توانیدلي چي ددغه خبري تصدیق او ریښتینولي معلومه کړي.

شهید ملاعبیدالله اخند د اسلامي امارت پر مهال د کندهار تر نیولو وروسته د ۵ نمبر قل اردو قومندان وټاکل سو (هغه وخت د کندهار قول اردو ۵ نمبر یادیدی او اوس د امریکایانو د راتګ سره يې نوم ۲۰۵ اتل قول اردو ته تبدیل سو)، وروسته یې د لنډ وخت لپاره د همدې دندي ترڅنګ د فراه د والي په توګه هم دنده ترسره کړه چي همدلته د تورن اسماعیل خان د جنګالیو لخوا ونیول سو او بیا د څه مودې بند تېرولو وروسته د تبادلې په ترڅ کښي ازاد سو، د پلازمېني کابل تر نیولو وروسته د دفاع وزیر په توګه وټاکل سو چي تر پایه پر همدغه دنده پاته سو.

د نوموړي سره د فراه په جګړه کښي یو ملګری وايي چي ملاعبیدالله اخند د تورن اسماعیل خان د جنګیالیو سره تر هغه وخته وجنګیدی کله چي یې د زرهي دار ټانګ مرمۍ خلاصي سوې او د هغوی د مخنیوي لپاره یې خپل ټانګ د دښمن د ټانګانو سره مخامخ په جنګولو پیل وکړ، کله چي یې سپکه وسله او ټانګ دواړه د کاره ولویدل نو د اسماعیل خان جنګیالیو ژوندی ونیوی.

د لویدیځي نړۍ تر یرغل وروسته ملامحمد عمر مجاهد نوموړۍ خپل مرستیال وټاکه، د دوهم ځل جهاد د راژوندي کولو لپاره یې نه ستړي کیدونکي هڅي ترسره کړې، د خپل دوهم ملګري ملاعبدالغني اخند «برادر» په مرسته یې د هر مظلوم او زورول سوي افغان دروازه ور وټکول او هغوی ته یې دا ډاډ ورکړ؛ لکه څرنګه چي زموږ پلرونو او نیکونو د یرغلګرو ملاوي ماتي کړې، همدارنګه موږ هم کولی سو چي د خپلي مبارزې په ترڅ کښي یوځل بیا افغانستان د امن او سوکالی کور کړو او دلته یو ځل بیا ازاد او خپلواک نظام رامنځته کړو.

که څه هم په هغه بحراني دوران کښي الحاج ملاعبیدالله اخند د سختو بهرنیو او داخلي ننګونو سره مخ سو خو نوموړي د ټولو ننګونو سره داسي مقابله وکړه چي دوست او دښمن ټول یې هک پک کړل، لومړني داخلي اختلافات یې په ډېره مدبرانه توګه حل او اسلامي امارت ته یې د یو متحد نظام شکل ورکړ، د امیر المؤمنین رحمه الله هدایات یي په ښه توګه عملي کړل چي په هغې کښي د رهبري شوری تشکیل، د نظامي کمېسیون او ولایتي تشکیلاتو را مینځ ته کول او داسي نور…

د نوموړي په دوو شیانو کښي ډېره دلچسپي وه، لومړۍ نظامي قوه او دوهم فرهنګي فعالیت.

تر امریکايي یرغل وروسته د عصر د غوښتني سره سم نوموړي د فرهنګي او اطلاعاتي فعالیت زیاتولو لپاره دومره کوښښ وکړ چي ملګري ډېر ورته حیران وه، د شیخانو څخه نیولي تر هر هغه چا پوري چي نوموړي یو وخت د ښه فعالیت توقع ځیني لیدل هغوی ته یې ټول اسباب برابرول، آن د ډیرو کورونو ته به یې کمپیوټرونه ور لېږل او غوښتنه به یې ځیني کول چي زده او استعمال یې کړي، د هغه کسانو څخه یو زه (لیکوال) یم کله چي د ۲۰۰۶م کال په اوږدو کښي د مدرسې کشر طالب وم ماښام چي کله کورته راغلم یو کمپیوټر پروت و، کورته یې راته وویل چي دا حاجي ملاصاحب رالیږلی او وايي چي زده یې کړه او کار ځیني واخله.

شهید حافظ ملاعبیدالله اخند د اسلامي امارت په تشکیل کښي د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په لارښوونه د ځینو کمېسیونونو بنسټ هم کښېښود؛لکه: نظامي کمېسیون، اقتصادي کمېسیون، فرهنګي کمېسیون او سیاسي کمېسیون چي وروسته یې کرار کرار وده وکړه او اوس اسلامي امارت د یوه منظم حکومت شکل لري او دښمن هم پردې قانع دئ چي د کابل تر رژیم ډېر فعال او پر اصولو ولاړ نظام لري.

ملاعبیدالله اخند ډېر قاطع او مدبر شخصیت و، په سیاسي ډګر کښي د نوموړي دوې خبري چي تر ۲۰۰۷م کال وړاندي یې کړي تراوسه نه دي تغیر سوي او همدا د اسلامي امارت نه ختمېدونکې تګلاره سوه:

د هغه وخت د فرهنګي کمېسیون غړی وايي چي ما د ملاعبیدالله اخند سره رابطه وکړه او ځیني ومي پوښتل چي نړیوال ژورنالیستان زموږ د رسمي ویاند مفتي لطیف الله حکیمي څخه همېشه پوښتنه کوي چي ستاسو جګړه به ترکومه دوام کوي، حکیمي ددوی دغه پوښتني ته څرنګه جواب ووايي، وای نوموړي راته وویل چي زه اوس په موټر کي په سفر روان یم خپل موټر یو څنګ ته دروم او هدایت به درکړم.

د لږ ځنډ وروسته یې راته وویل چي نړیوالو ته ووایاست: زموږ جهاد به تر هغه دوام کوي ترڅو چي نړیوال یرغلګر دلته میشت وي، زموږ جنګ د داخلي غلامانو سره نه دی هغوی صرف مزدوران دي نور هیڅ واک نه لري، دوهم دا ورته ووایاست چي زموږ جهاد به ترهغه وخته روان وي ترڅو چي په افغانستان کښي یو سوچه اسلامي نظام نه وي رامنځته سوی.

د هم هغه ورځي څخه د اسلامي امارت دا پالیسي ده چي د کابل رژیم یو غیر مشروع نظام دی چي واک او ځواک دواړه یې د پردو په لاس کي دي، ددې لیاقت نه لري چي طالبان د هغوی سره مخامخ کښېني ځکه چي مشروعیت نه لري.

الحاج ملاعبیدالله اخند په ۲۰۰۷م کال کښي د پاکستاني استخباراتو او پوځ له لوري ونیول سو، د ۲۰۱۰م کال د مارچ میاشتي پر ۵مه نېټه په شهادت ورسول سو او دوه کاله وروسته په ۲۰۱۲م کال کښي اسلامي امارت او د نوموړي کورنۍ ته د سیاسي دفتر په هڅو پاکستاني چارواکو د ملاعبیدالله اخند د شهادت تصدیق په ۳ انځورونو سره وکړ او بس.

تقبله الله تعالی و اسکنه فسیح جناته
‏2019‏/3‏/5

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد
میلمه
حماد

د کرنل امیر سلطان په نوي چاپ شوې کتاب کې لولو چې دطالبانو د تحریک بنسټ ده پخپله کښیښود او هغه فایل اوس هم د آی ایس آی په یوه مخصوصه المارۍ کې بند پروت دې. نوموړی کاږې چې د طالبانو ۳۵ کسیز ګروپ هغه مهال تر تازه تربیي لاندې ونیول شو چې د نجیب په دور کې پاکستان له دې کبله مایوسه شو چې مجاهدین له امریکا او عربي نړۍ سره ډایرکټ شول او پاکستان حاشیي ته په تللو کې وو. دغه ګروپ دوهم ځل هغه مهال په سنګهسار کې د کرنل له لوري بیا متحرک کړل شو چې… نور لوستل »