افغانستان

داودزي د قطرناستې له کېدونکو پرېکړو سره مخالفت وښوود

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داودزي ويلي، په قطر کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د افغان خاورې اړوند پرېکړې ورته د منلو نه دي.

د سولې شورا په داسې حال کې د سولې د روانې ناستې مخالفت کوي، چې ځينې څارونکي وايي امریکا او طالبانو توافقاتو ته سره نږدې شوي دي.

هغه نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، د بهرنیو ځواکونو وتل او دا چې افغان خاوره به د بل چا له لوري نه استعمالېږي، «د طالبانو تر صلاحیت لوړې» مسئلې دي.

د هغه په وینا په قطر کې امریکا له یوې «وسله‌والې ډلې» سره خبرې کوي، چې پرېکړې به يې هیڅ «حقوقي» ارزښت ونه لري.

داودزي د بهرنیو ځواکونو وتل او پاتې کېدل د هغه تړون اړوند بللي، چې ګډ حکومت د واک په دویمه ورځ لاسلیک کړ.

قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې د تېرې فبروري له ۲۶مې راهیسې روانې دي، چې لا يې هم پایلې نه دې په ډاګه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

داودزیه ته دفیل په غوږکې ویده یې ته یې په دغې ښوروا پورې کوه
ګوروچي نتیجه یی څه راوزي
ستاتړون هم دپروت او دولاړترمنځ تړون ووچي افغانانوته دمنلو وړنه وو نه ده اونه به وي

الحمدلله ترننګیالیواوغیرتي غازیانومې قربان کړې چي غلام اوباداریې ترمنځ په پټواوښکاره اړیکو پښیمانه کړل
ریښتیاهم سرښندونکي غازیان دي چي کفاراوملګري به یې یوه سترګه ژاړي په بله به خاندي او امنیتي تړون به د تش کاغذغوندې بې اهمیته پریږدي اودوۍ به تښتي

جميل

دى به خامخا د ازادى او سولى مخالف وى ، كوم فساد او حرامزاده گى چى د دوى په مزدور رژيم كى رائج ده بيا به نه وى ، دا حرامخوره په حرامو اموخته شوى حلاله كله دوى ته خوند وركوى .

مجاهد

د کابل غلامان د امریکا نانزکی او یا رباطیان دی رموټ کنترول یی د امریکایانو سره دی څه چه وایی او څه چه کوی د امریکایانو په دستور او قومانده یی ترسره کوی . امریکایان هڅی لری چه د داودزی او بل زی بلزی په دغو ډول خبرو د طالبانو هیبت تشویق او وهڅوی چه د امریکایانو د پاره څه د اوړو بوزه کیږدی او سل به سلو کی ناکام له افغانستان څخه ونه وځی

Karwan

اول خوداسي معلوميده چه داودزي به يو ځه دسولي پخوا حرکت وکړي، اما اوس ئي ### شروع کړه. اوروښانه شوه، هغه چا چه ددغه فاسد رژم په اخور خوړلي وي ، نو دهغوي څخه بايد چه د سولي هيله ونسي او داودزي هم يو دهمدغو فاسيدينو څخه دي. کاروان

sarfaraz

دومره کثیف غلامان غله او وطن پلورونکی می په تاریخ کی نه دی لیدلی لکه ددی دولت چارواکی هر سه چه وکری یوه ورز به حساب در سره وشی که په تیشته بریالی نه شوی

سیدزرغون شاه آغا

ته، ستاګډ حکومت او ستا تش په نامه دسولی شورا کم قانونی حیثئت لری؟

عظیمی

😀 سلام علیکم: ډیر معذرت دی وی مګر د بعضو اشخاصو بی معنی او بی مسولیته څرګندونی انسان دی ته مجبوره کوی چه په رډه ورته ووایی که او برادر[ تو سر بیاز ویا ک و ن ی پیاز]. مګر امکان یی سته چه ستاسو اخیری خای به مو زباله دانی وی. اوس نو دا دپورتی لغتی پریږدی لږ د عقل څخه کار واخلی. د بل کټ تر نیمو شپو دی. د صلح د کاروان سره یو خای سی. خبلی شخصی ګټی یوی خواته بریږدی. د ملت د ګتو به فکر کی سی. او ځان ته یوه د اوړو پزه… نور لوستل »

غوربندي

داوودزيه

دا په اصطلاح غلط خو ستا بادار کوي چې له طالب سره ستا په غلامه ککرئ سودا کوي.

ته صبر ….

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x