روسیه د سوله‌ییزو هڅو د همغږۍ هیله لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د روسيې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیله لري چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره هڅې پر همغږۍ پر مخ لاړې شي.

سرګي لاوروف قطر ته په سفر کې د هغه هېواد د د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحن آل ثاني سره په خبرو کې ويلي، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د دوی له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره منظمې لیدنې لري.

لاوروف ویلي، ښه به وي چې دا هڅې همغږې شي او ملاتړ يې وشي، په وینا يې د روان بحران د ختمولو لپاره دا یوازينۍ لار ده.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې قطر ته سفر کوي، چې هلته د طالبانو او امریکا د پنځم پړاو خبرې روانې دي.

د روسي وزیر قطري سیال د سوله‌ییزو هڅو هرکلی کړی او هغه هم ټينګار کړی چې د زور له لارې حل امکان نه لري.

روسیه چې د سولې په برخه کې د همکارۍ سینه ډبوي، څه موده وړاندې هم د طالب استازیو او سیاسي څېرو د بین الافغاني غونډې کوربه و.

روسيې پرلپسې په افغانستان کې د امریکا پر ماتې ټینګار کړی او غږ يې پرې کړی چې باید خپل ځواکونه له دې سیمې ور ټول کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

استعماری قوتونه د غره د لویانو حیثیت لری د شکار نیولو او ترلاسه کولو وخت کی هم یو له بله سره لاس اړونه او که په شکار خوړلو یی تر اخره وسه ونه شی د شکار به خوشی کولو کی هم یو له بله سره لاس اړونه لری. زما په یاد دی او ستاسی د ټولو به په یاد وی چه روسانو د امریکایانو سره ( د دی په ځای چه خپل غچ یی اخستی وی ) د دوهم اشغال په سر کی پوره ونډه لرله ټول هوایی ډګرونه یی د د دوی په واک کی ورکړی وو لوژیستکی مرستی… نور لوستل »