روغتیا

د یوې ښځې د پښتورګي ناروغي د ۹ میاشتو امیندواري ثابته شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷ل): یوه ښځه چې کله امیندواره کیږي نو په یوه یا دوه میاشتو کې پخپله دغې ښځې ته له ځانګړې لارې معلومات کیږي، خو چې د ماشوم زیږیدنې ته دوه یا درې میاشتې پاتې شي نو د ښځې فزیکي حالت څخه ددې امیندوارۍ نښې موندل کیږي.

خو ایا داسې هم شونې ده چې یوې ښځې ته د ۸ یا ۹ میاشتو ماشوم په ګيډه لرلو سره بیا هم دېته ددې په اړه معلومات نه وي، د روغتون لپاره د یوې بلې ناروغۍ درملنې لپاره تللي وي او ماشوم یې زیږولی وي؟

یوه امریکایۍ ښځې ته هغه وخت د ماشوم زیږیدلو احساس وشو چې د همدغې ناروغۍ په اړه یې ۴۸ ساعته له دردونو شکایت کاوه، خو حیرانونکې هغه وخت وه چې روغتون ته له تللو څو ساعته وروسته د ماشوم زیږیدلو سره مخ شوه.

دغه ښځه چې ایلیسن اوفر نومیږي او ۲۳ کاله عمر لري وایي: «زه په دغه ورځ له سختو دردونو کړیدم، په ګیډه کې د ماشوم څخه نه وم خبره، خو پوهیدم چې کومه جدي ستونزه لرم».

ایلیسن اوفر زیاتوي چې «ډاکټرانو فکر کاوه زما په پښتورګي کې ستونزه ده خو کله چې یې تلویزوني معاینه ترسره کړه څرګنده شوه چې زما په ګیډه کې د ۹ میاشتو ماشوم دی»، حیرانونکې لا دا وه چې څه شېبه وروسته یې ماشوم وزیږاوه.

ایلیسن اوفر — فوٹو بشکریہ ایلیسن اوفر ٹوئٹر اکاؤنٹ

ددغو نهو میاشتو په موده کې یادې میرمنې ته له چاغوالي پرته داسې نښې هم څرګندې نشوې چې د زیږون څرګندنه وکړي، د ځینو پوهانو د وینا سره سم داسې شونې ده چې د زیږون عامې نښې په هډوکو کې د انحصاریدو له کبله څرګندې نه شي خو فزیکي نښو ته د یادې ښځې نه پام کېدل ډاکټرانو ته هم حیرانونکې وه.

ځینې هغه نښې چې د پښتورګو ناروغۍ پرمهال رامنځته کیږي لکه د ملا او د ګیډې اړخونو ته درد، د امیندوارۍ پرمهال هم راځي، چې د وخت په تېریدو سختیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x