نړۍ

پاکستان وایی د هندي اوبتل مخه یې نیولې / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سمندري ځواکونو ویلي چې دوی د هغه هندي اوبتل مخنیوی وکړی چې غوښتل یې د پاکستان سمندري سرحدونو ته ننوځي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو ویاند ویلي چې دوی تېره شپه د هند سمندري ځواکونو یو اوبتل په داسي وخت کې په نښه کړ چې د پاکستان سمندري سرحد ته داخل شو او هغه یې اړ ایستی چې خپل مسار بدل کړي او پر شا ولاړ شي.

سمندري ځواکونو یوه ویډیو هم خپره کړې چې تر نښان لاندي یو اوبتل په سمندر کې چټک پر مختګ کوي.

او په خبرپاڼه کې ویلي چې دوی ونه غوښتل اوبتل په نښه کړي خو په دې فخر کوي چې د هندوستان د لویې پانګې اچونې سربېره ددوی اوبتل خوندي د پاکستان اوبو ته نشي ننوتلای.

او زیاته کړې چې د کال ۲۰۱۶ راهیسي دا دوهم ځل دی چې هندوستان د پاکستان پر سمندري سرحدونو تیری کوي. خو دوی به د تل په څېر خپلو سرحدونو څخه دفاع کوي.

باید وویل شي چې دغه پيښه د پاکستان او هندوستان تر منځ د وروستی هوايي جګړې وروسته نوی پرمختګ دی چې کیدای شي هندوستان یې ازمایل غواړي.

د نړیوالو مبصرینو په وینا په کشمیر کې د هندي ځواکونو پر کاروان تر لویې چاودنې وروسته د هندوستان حکومت ددغې پيښې څخه د انتخاباتي کمپاین لپاره استفاده کوي او پر پاکستان پر ضد یې توند غبرګونونه هم له همدې وجي دي خو د دواړو هیوادونو تر منځ د الوتکو په جګړه کې د پاکستان پر مختګ د هندي حکومت هڅه متضرره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

هند اوس هم هماغه پخوانی لوی هند چه د څلورو پیړیو د پاره د انګریزانو مستقیمه مستعمره وه اوس هم په ویشل شوی ډول ( بنګله دیش، پاکستان او نوی هند ) د هماغه پرونو اږ نننو ( امریکایانو) انګریزانو مستعمره دی په دومره توپیر چه ارزانچ پکی فزیکی حضور نه لری خو خارجی او حتی داخلی پالیسی یی د انګریزانو په قومانده ترسره کیږی ا چارواکی یی ټول په لندن کی تولد شوی، روزل شوی ا غلامان لوی شوی انګریزانو ورباندی سرمایه ګذاری کړی چه بزنسونه او نقدی روپی یی هم په لندن کی دی . مګر دری واړه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x