پښتونخوا: کوهاټ کې پاکستاني پوليسو ۸۴ افغان کډوال نيولي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): تيره اوونۍ د پښتونخوا ايالت د کوهاټ پوليسو په دې ښار کې افغان کډوالو ته اعلان وکړ چې بايد د روانې مياشتې تر لسمې نيټې کوهاټ ښار ته ورنشي خو ښار ته د افغان کډوالو په ورتګ پاکستاني پوليسو ۸۴ افغان کډوال نيولي او زنداني کړي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې ياد افغان کډوال وروسته له هغه نيول شوي او زنداني شوي دي چې د ځايي حکومت له اعلان سربيره هم کوهاټ ښار ته تللي دي‌.

دا اقدام وروسته له هغه پورته کيږي چې د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي او د پاکستان امنيتي ادارو په هغه هيواد کې د امنيت په موخه نوي ګامونه پورته کړي او پوليسو په بيلابيلو ښارونو کې ګزمې پيل کړې.

سرچينه زياتوي چې نيول شوي افغان کډوال د کوهاټ په بېلابېلو تاڼو کې تر توقيف لاندې دي او وروسته به محکمې ته وړاندې کړل شي.

د کوهاټ د کميشنر مرستيال احمد محمود ويلي چې په ښار کې د امنيتي ګواښونو له امله يې افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې وه چې بايد ښار ته ورنشي او په خپلو کمپونو کې پاتې شي.

هغه زياته کړه چې د بنديز له اعلان سره سره بيا هم افغان کډوال ښار ته ورغلي نو ځکه نيول شوي دي.

که څه هم په کوهاټ کې په افغان کډوالو بنديز د روانې مياشتې تر لسمې نيټې ټاکل شوی و خو د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار افريدي په افغان کډوالو د لګېدلي بنديز د پورته کولو امر وکړ چې له مخې يې له تيرې ورځې راهيسې افغان کډوال اوس د کوهاټ ښار ته تللی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې د رامنځته کېدلو په غبرګون کې په ځينې ښارونو کې عامو پاکستانيانو د پاکستان د پوځ په ملاتړ او هند خلاف مظاهرې وکړې او په دې مظاهرو کې د افغان کډوالو ځينې مشرانو هم برخه اخيستې وه.

د راپور ونو له مخې ويل کيږي چې په کوهاټ کې هم ځينې پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو کمپونو ته ورغلي او له هغوی سره يو ځای يې د هند په خلاف په مظاهرو کې ګډون کړی دی.

په کوهاټ کې ګمکول او اوبلن په نامه د افغانو کډوالو د کمپونو يو شمير ملکانو د يو لاريون په ترڅ کې ويلي وو چې دوی به د هندوستان په خلاف د پاکستان له پوځ سره اوږه په اوږه وجنګيږي.

د ملک حبيب په نامه يو تن قومي مشر خيبر نيوز ته ويلي وو چې غواړي د پاکستان له پوځ سره يو ځای اوږه په اوږه د هند په خلاف جګړه کې برخه واخلي..

نوموړي زياته کړې وه چې موږ دې پريږدي چې مخکې شو او دوی دې راپسې شي تر څو د هند په خلاف له پاکستاني عسکرو سره څنګ په څنګ جګړه وکړو .

په کوهاټ کې د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې په ورته وخت کې د پاکستان حکومت په دې هيواد کې افغان کډوالو ته د کډوالۍ په کارتونو باندې د بانکي حسابونو د پرانيستلو اجازه هم ورکړې ده.

تيره اوونۍ د پاکستان لومړی وزير عمران خان وويل چې له دې وروسته به په دې هيواد کې ميشت افغان کډوال کولی شي چې د پاکستان په بانکونو کې بانکي حسابونه پرانيزي. خو د اقتصادي چارو کارپوهانو وايي چې عمران خان دا ګام د خپل هيواد د اقتصادي پيا وړتيا له پاره پورته کړی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د حکومت له لوري د افغان کډوالو په ځورولو کې کموالی راغلی دی خو له تيرو دوو کلوو راهيسې دا لومړی ځل دی چې يواځې په يو ښار کې د افغان کډوالو د ځورولو خبر ورکول کيږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

څومره د شرم ځای دی. ولی خپل وطن ته نراځی؟ پاکستان یی وطن تباه کړ او دوی بیا د پاکستان کثیف فوڅ سره اوږه په اوږه د هند په مقابل کی جنګ ته ځی. هغه پوځ چی نه یی د طالب په مشرانو صرفه وکړه او نه هم نور افغانان په آرامه پریښودل. د پښتنو وضعیت وګوری په خیبر پښتونخوا کی. که طالبان یی دلته د امریکایانو پر ضد جنګ ته راځی، کچیری د طالبان نه یی دلته د طالبانو پر ضد جنګ ته راشی، ### واکدارن خوشحاله کولو لپاره د هند پر ضد جنګ ته ځی. عجیب ګل خانان… نور لوستل »