نړۍ

فلسطين: اسراييلي عسکرو دوه فلسطيني ځوانان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): اسراييلي عسکرو په فلسطين کې د سورليو په يو موټر ډزې کړي دي چې له امله يې دوه تنه فلسطيني ځوانان وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د رسنيو د راپورونو له مخې په رام الله سيمه کې دري تنه فلسطيني ځوانان چې خپل کار ته روان وو اسراييلي عسکرو يې په موټر ډزې کړي دي او دوه تنه يې وژلي او يو بل ټپي کړی دی.

د فلسطيني رسنيو د راپورنو له مخې په دې ډزو کې د امير دراج او يوسف عنقاوي په نامه دوه تنه فلسطيني ځوانان وژل شوي دي او يو بل ټپي شوی دی.

اسراييلي رسنيو ادعا کړې ده چې يادو فلسطيني ځوانانو اسراييلی عسکر په موټر وهلي او دوه پوځيان يې ټپیان کړي دي خو فلسطيني رسنۍ وايي چې د وژل شويو ځوانانو موټر په سرک ښوېيدلی دی چې د اسراييلو په موټر وربرابر شوی دی.

په فلسطین کې د حماس ډلې دا پيښه غندلې ده او ويلي يې دي چې دوی به د بيت المقدس د يهودي کولو پلانونه شنډ کړي او دا به ونه مني.

د یادونې وړ ده چې په فلسطين کې وخت ناوخته د فلسطينيانو او اسراييلي عسکرو ترمنځ جګړې رامنځته کيږي چې په کې اسراييلي عسکر له تاوتريخوالي څخه کار اخلي او په فلسطينيانو باندې د سپکو او درنو وسلو بريدون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x