ورزش

نجيب ځدران يو ورځنيو لوبو کې لومړۍ سليزه ووهله

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه چپ لاسي توپوهونکي نجيب الله ځدران د ايرلينډ پر وړاندې دريمه يو ورځنۍ سيالۍ کې خپله لومړۍ سليزه بشپړه کړه.

نجيب ځدران د اصغر افغان سره هغه مهال توپوهنه پېل کړه چې افغانستان لوبډلې په ۷۴ منډو جوړولو ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او له سخت فشار سره مخ وه.

لوبډلمشر اصغر افغان او نجيب ځدران د ۱۱۷ منډو په زړه پورې ملګرتيا وکړه چې اصغر ۷۵ او نجيب ځدران ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

نجيب ځدران وروستي اور کې سليزه په داسې حال کې ووهله چې په ۹۷ منډو يې اسانه کيچ وغورځېد او ورپسې يې رن اوټ هم ميس شو خو خوشبختانه په راتلونکي توپ يې سليزه بشپړه کړه، د نجيب په سلو منډو کې ۵ شپږيزې او ۵ څلوريزې شاملې وې.

نوموړی پنځم افغان لوبغاړی شو چې په يو ورځنۍ لوبو کې سليزه وهي، له ده وړاندې محمد شهزاد، محمد نبي، اصغر افغان او رحمت شاه سليزې وهلې دي، شهزاد ۵ او رحمت ۳ سليزې وهلي.

افغانستان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ايرلينډ لوبډلې ته د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو «۲۵۷» منډې هدف وټاکه، شهزاد ۵، ځاځي ۳۴، رحمت ۱، شهيدي ۱۱، اصغر ۷۵، نبي ۲، نجيب ۱۰۴*، راشد ۸ او دولت ۲ منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x