نړۍ

شمشتو کيمپ کې جعل کاران د استخباراتو په نامه له دوکاندارانو څخه کرایه ټولوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷ل): د پېښور ښار په څنډه کې پروت د افغان مهاجرينو په پنډغالي کې له افغان دوکاندارنو نامعلومه کسان د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) په نوم په زور د دوکانونو کرایه اخلي.

د شمشتو مشهور بازار يو دکاندار نن ټکی اسيا ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دغه کسان څه موده وړاندې راغلي وو او دوکاندارانو ته يې خبرداری ورکړی و تر څو د دوکان هغو مالکانو ته چې په افغانستان کې استوګن دي په راتلونکې کې کرايه ورنه کړي.

یاد دکاندار زياته کړه چې پرون يکشنبه «مارچ درېیمه» یو وار بيا څو کسان په ساده جامو کې راغلي وو، ځینې اسناد یې هم په لاس کې درلودل او د یو شمیر دوکاندارنو څخه یې د دوه مياشتو کرايه ټوله کړله. دکاندار وویل چې دی باوري دی چې یاد اسناد جعلي ول او محض یې عام دکانداران پرې ویرول.

په ياد بازار کې نږدې د هر دوکان کرايه په اوسط ډول د ۴ او ۶ زرو شاوخوا ده، چې دغه کسانو نږدې له څلويښتو زياتو دوکانونو د دوه مياشتو کرايه ټوله کړې او په خپله مخه تللي، د کلي اوسيدونکي د پوليسو نه د ډار له کبله نه هم ښاروالۍ او نه هم پوليسو ته شکايت کړی دی.

دکانداران وایي چې په شمشتو بازار کې پاکستانيان هم دوکانونه لري خو دغو کسانو چې ځانونه ISI ته منسوبوي له دوی کرایه نه ده ټوله کړې.

دا لومړی وار نه دی چې د افغان مهاجرينو په کمپ (شمشتو) کې دغسې پېښه رامنځته کيږي، بلکې ځايي پوليس هم چې د کمپ په سر کې ستره حوزه لري له دوکاندارانو په وړيا سبزي، ميوه او چرګان وړي، چې له دغې رويې يې دوکانداران سخت شکايت کوي.

له دې وړاندې ځينې نامعلومو کسانو د پاکستان استخباراتو ISI په نوم په يو دوکاندار د دروغو د جعلکارۍ تورونه پورې کړي وو او له ده څخه يې ليپټاپ، مبايل او پيسې لوټ کړې وې چې نه هم بيا دغه کسان معلوم شول او نه يې هم پوليسو په اړه کوم غبرګون وښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

سلامونه او ښی چاری.
د موثق راپور په اساس د کسان د ګلبدین او ای ایس ایی دی،دوی په ګډه سره کار کوی.او دا پیسی د کشمیر د ازادی لپاره.او یو څه ګلبدین جیب خرڅ لپاره ټولوی،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x