مایک پمپیو

پمپیو له طالبانو سره په مذاکراتو کې ګډون ته هیله من دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګونه شته خو له دې سره سره دا مذاکرات لا هم ډېر پېچلې دي.
مایک پمپیو چې تېره ورځ یې په «لووا» ایالت کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل « که د افغانستان په قضیه کې د چین، هند، پاکستان، روسیې او نورو سیمه ئیزو هیوادونو رول ته وکتل شي وینوچې قضیه نوره هم پېچلې کېږي ځکه یاد ټول هیوادونه په افغانستان کې ګټې لري».
پمپیو زیاته کړه، د نوموړي ټیم له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او هڅه کوي داسې لارې ومومي چې په مټ یې افغان جګړه ختمه او افغانستان د یو داسې هیواد په توګه راڅرګند شي چې د هر افغان نارینه، ښځې او ماشوم حقوق پکې خوندي او د امریکا د متحده ایالاتو لپاره خطر نه وي».
د پمپیو په وینا، دی به هڅه وکړي په راتلونکو څو اونیو کې له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه قطر ته ولاړ شي او هلته کېدونکي خبرې رهبري کړي.
یاده دې وي چې، پمپیو داسې مهال له طالبانو سره د خبرو د پېچلتیا دعوه کوي، چې نن شپږمه ورځ لا هم د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې خبرې روانې دي او په اړوند یې د پرمختګونو هیلې راټوکېدلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج ا استاذ بیانزی
میلمه
الجاج ا استاذ بیانزی

په مسابقه کی خامخا یو ګټونکی او بل بایلونکی وی، که دواړه به وزن ،زور او قدوقامت کی سره مساوی وی خلکو ته د یوه ګټل او بل بایلل ډیره لویه او حیرانوونکی نه ښکاری . بل ابشن دا که د یوه وزن ، زور او قدومامت له بله ښکته وی او لوی او زوراور یی وګټی دا هم حیرانوونکی نه ده مګر که هغه د قدوقامت، وزن او زور له کم کس که ګټونکی اړو هغه بل لوی او په ښکاره زوراور کس بایلونکی شی خلکو ته ډیره حیرانوونکی او د هغه زوراور د پاره مرګ او د هغه… نور لوستل »