نړۍ

ازبکستان: طالبانو د سولې او بيا رغونې لپاره د تاشکن هڅې ستايلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د ازبکستان د  بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر او د دوی سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر د سولې په اړه د ازبکستان هڅې ستايلي او ازبکستان سره يې د دوه اړخيزو اړيکو د زياتوالي په اړه لېوالتيا ښودلې ده.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې وايي، چې د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف له ملا برادر سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د بيا رغونې، انرژي، تعليم او سولې په برخه کې په ګډې  همکارۍ خبرې کړي دي.

ازبک چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف او افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله د طالبانو له سياسي مرستيال ملا برادر سره په قطر کې ليدلي وو.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د ملا برادر له قوله ليکلي، چې د ازبکستان له لوري روانې پروژې به نه يوازې دوی وساتي، بلکې نوره وده به هم ورکړي او ازبکستان سره د اقتصادي او سياسي اړيکو د پراختيا لپاره به نوره زمينه هم برابره کړي.

د عبد العزیز کاملوف او ملا برادر ليدنه په لوړه کچه بلل شوې او دواړه لوري يې ښو پایلو ته هيله‌من دي.

دغه ليدنه په داسې حال کې شوې، چې له تېرې دوشنبې راهيسې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د  سولې خبرې روانې دي.

امریکا او طالبان دواړه وايي، چې د قطر روانې خبرې هيله بښونکي دي او د ښو پايلو هيله ترې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

دا خو پر دي مانا چې طالبان یې په رسمیت و پیژندل او دغنی جونګړه یې ور ورانه کړه !!

مير ناصرالدين

بدون حضور بالفعل نماينده دولت افغانستان هر نوع موافقه صلح,ارزش حقوقى ندارد زيرا طالب عليه دولت ج ا ا ميجنگد اشخاص ملكى را به قتل ميرساند مكاتب و مدارس و تاءسيسات دولتى را به اتش ميكشد و مقامات امنيتى را سر ميزند دور از أنصاف است كه بدون حضور فعال نايندگان باصلاحيت ج ا ا و نماينده از خانم ها ،جوانان , استادان مكاتب و بوهنتون ها وجامعه مدنى علماى كرام أعم از اهل تشيع و اهل ثنت وًجماعت اهل هنود و سكه در پروسه صلح اشتراك نه نمايند اگر طالب امارت اسلامى ميخواهد بايد خلفاى راشدين را زنده سازند… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x