ورزش

د انډري بلبيرني مسوولانه سليزې ايرلينډ ته لومړۍ بريا ورکړه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۷): د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ دريمه يو ورځنۍ سيالۍ کې ايرلينډلو بډلې د انډري بلبيرني په مسوولانه ۱۴۵ ناسوځېدلو منډو افغانستان ته د ۴ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

ايرلينډ لوبډلې د افغانستان پر وړاندې په ياده دوره کې لومړۍ بريا خپله کړه، له دې وړاندې په درې شل اوريزو او لومړۍ يو ورځنۍ سياليو کې افغانستان ماتې ورکړې وه، چې دويمه يو ورځنۍ لوبه د ورښت له کبله بې پايلې اعلان شوې وه.

په ننۍ لوبه کې اصغر افغان پچه وګټله او لومړی يې د توپوهنې پريکړه وکړه، د لومړيو توپوهونکو له ناکامۍ وروسته اصغر او نجيب په زړه پورې ملګرتيا وکړه، چې په مرسته يې افغانستان ايرلينډ ته د ۲۵۷ منډو هدف وټاکله، اصغر ۷۵ او نجيب ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې که څه هم مجيب د تجربه کار لوبغاړي پورټرفيلډ ويکټه وغورځوله، خو د انډري بلبيرني او ډوکرل ترمنځ ملګرتيا د لوبې اړخ بدل کړ، بيلبرني تر پايه ودريد او لوبډله يې په لومړۍ بريا ونازوله.

د افغانستان لوبډلمشر، روزونکي او د غوراوې کمېټې تېرې ستونزې چې د توپ اچونکي کمبوت دی بيا تکرار کړې، په ننۍ لوبه کې يوازې يو چټک او درې سوکه توپ اچونکي شامل وو، پنځم توپ اچونکی سمیع شينواری و چې عموما د شپږم توپ اچونکي په حيث لوبيږي خو د کمبوت له کبله يې لس اورونه وکړل.

د توپ اچونکو کمبوت، ډګر ساتنې او کيچونو ميس کولو د افغانستان څخه دريمه بريا واخيسته، د شهزاد او سميع لخوا کيچ ميس کول هم د ماتې لامل کيدلای شي.

اوس له درې سياليو وروسته د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ يو – يو مساوي شوه، ددوی ترمنځ څلورمه لوبه به د مارچ په اوومه نېټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره کيږي‌.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x