افغانستانخبرونه

عطاء محمد نور: نظامیان د جګړې انګېزه نه لري ځکه یې تلفات لوړ دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د جمعیت اسلامي ګوند اجرایوي رئیس او د بلخ پخوانی والي «عطاء محمد نور» وايي، د ۴۵ زره عسکرو وژل کېدل د حکومت په کمزورۍ او بې کفایتۍ دلالت کوي.
عطاء محمد نور چې نن یې په مزار شریف کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل «حکومت دې دا لافي شافې پرېږدي چې تر هیواد د باندې د ترهګرو مرکزونه ورانوو دوی دې د هیواد دننه خپل مرکزونه له دښمن وساتي».
نوموړي زیاته کړه « د شرم ځای دی چې ولسمشر مو د ۴۵ زره عسکرو د وژل کېدو خبره کوي، ایا زموږ له کوم اتومي قدرت سره جګړه ده او که کوم هیواد مو په وړاندې ولاړ دی چې دومره تلفات ورکوو؟ د طالبانو مهمات زموږ سره هیڅ د مقایسې وړ نه دي خو اصل مشکل دادی چې حکومت د نظامیانو په وجود کې د جګړې انګیزه وژلې».
د نور په وینا، ولس سوله غواړي خو حکومت یې مخالف دی «موږ له دولت سره کېناستو او ورته ومو ویل چې د سولې دروازه ستاسو پر مخ خلاصوو او د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو څخه ساتنه کوو خو حکومت یې نه مني».
نوموړي همدا راز په دې وروستیو کې د حکومت له لوري د نویو ولایاتو په جوړېدلو توندې نیوکې وکړې او دا یې د اشرف غني له لوري سیاسي رشوت وباله.
یاده دې وي چې عطاء محمد نور داسې مهال حکومت په بې کفایتۍ تورنوي چې په دې وروستیو کې طالبان توانیدلي د دولتي ځواکونو تر ټولو حساس او مهم مراکز په نښه او له منځه یوسي، همدا درې ورځې وړاندې طالبانو د شوراب په مهم او حساس فوځي مرکز برید وکړ او تر ۳۰۰ پورې ګډ ځواکونه یې ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یارمحمد زهیر

موږ له کم اټمی هیواد سره جګړه کوی افغانستان پوځ ستاسو غوندی خاینانو زورواکانو او دجهاد ټیکدارانو دپاکستان دسپيانو د ایرانی سپيانو روسی سپیانو سره جنګیږی افغانستان له دوو اټمی هیوادونو سر ه جنګیږی خو بیا هم دافغان وسلوال پوځ بیاهم دافغانستان دفاع کوی نه دبل ملک غلامی

عبدالمالک همت

در کشور عزيز وگرامی ما هزارها عالم او دانشمند ومتخصص وکار آزموده وجود دارد، مگر در گوشه های عزلت وخاموشی با فقر وفاقه دست وپنجه نرم ميکنند وتو که با افغان کشی وخدمت به اجانب و توطئه ها، خيانت، دزدی وغارتگری به شهرت ومقام رسيدی وغير ازهتاکی ولاف زدن هنر ديگری نداری اينک صاحب سرمايه، جايداد وارگاه وبارگاه شده ای وباز هم بې شرمانه ووقيحانه نظرميدهي ولاف وگزاف ميزني خجالت بکش: این مال وزر نه باريد زآسمان بر سرت، پس حتماً دزد هستی بلا وخاک به سرت !

مجاهد

طالبانو ویلی چه ۳۹۷ داخلی او خارجی وژل شوی چه یوه برخه یی خارجی او دوه برخی یی داخلی عسکر وو ، طالبان دروغ نه وایی سهوی به لری مګر دروغ نه وایی

مجاهد

دا نو بیا د امریکا ګناه ده چه خپل عسکر یی د نورو د عسکرو په مقابل کی ښه نه دی روزلی مګر لوی کار چه امریکا کړی د دی پاڼو تبصره لیکونکی یی ډير کړی ورته ویلی دی چه هر کار کیدلو خیر دی تاسی پړه په ایران او پاکستان وراچوی چه زمونږ وحشتونه او ستاسی غلامی لږه کمرنګه شی او دخلکو پام ګاونډو هیوادو ته واوړی . د افغانستان په سړکو کی ټانګونه او هوا کی الوتکی هم د ایران او پاکستان ټانکونه او الوتکی دی؟؟؟؟؛

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x