افغانستان

د ننګرهار ښاريان په ريکشاوو کې پټو کامرو اندېښمن کړي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ښار په ريکشاوو کې د پټو کمرو او د فحش موسيقۍ غږول ښاريان اندېښمن کړي دي او وايي چې حکومت دې د دا ډول غير اخلاقي کارونو مخنيوی وکړي‌.

د ننګرهار ښاريان وايي چې په دې ولايت کې ځينو ريکشه چلوونکو په ريکشاوو کې پټې کمرې نصب کړي دي چې په خلکو کې يې اندېښنې او غوسې راپارولي دي.

دوی وايي چې په ښار کې ګرځېدونکو ريکشاوو کې د پټو کمرو په واسطه دوی غواړي چې د ښځينه سپرليو ويډيو وکړي او همدا راز په ريکشاوو کې د لګېدلو سکرينونو په واسطه غير اخلاقي فلمونه او سندرې غږوي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وايي چې په دې اړه معلومات نه لري خو د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې د مخفي او کشفي ارګانونو په واسطه به ددې چارې پلټنه او په اړه به يې اقدام وشي.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس اورنګ صميم هم وايي چې په دې اړه يې کميسيون ټاکلی دی او د يادو غير اخلاقي کړنو د مخنيوي لپاره به ګامونه پورته کړي.

که څه هم دا لومړی ځل دی چې په ريکشاوو کې د پټو کمرو د نصبېدو خبر ورکول کيږي؛ خو تر دې وړاندې د ريکشه چلوونکو له لوري په لوړ غږ غير اخلاقي موسيقۍ په اړه هم ښاريانو شکايتونه کړي دي خو د يادې چارې مخه نه ده‌ نيول شوې.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د رسنيو د ډېرښت او له دې لارې د موسيقۍ او غير اخلاقي فلمونو او موسيقۍ د زياتو خپرولو له امله په ټولنه کې موسيقي او غير اخلاقي فلمونه عام شوي دي چې په همدې وجه په غير اخلاقي کړنو کې زياتوالی راغلی دی.

په ننګرهار کې شاوخوا دېرش ايف ايم سيمه ييزې راډيوګانې فعاليت کوي چې د خپرونو ډېره برخه يې موسيقي جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x