افغانستان

واشنګټن ټایمز:طالبانو له دریو تر پنځو کلونو پورې د امریکايي ځواکونو وتلو طرحه رد کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د واشنګټن ټایمز د راپور له مخې، طالبانو هغه طرحه رد کړې چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه د دریو تر پنځو کلونو په موده کې ووځي.

راپور زیاتوي، دا طرحه د سپینې ماڼۍ له لوري طالبانو ته وړاندې شوې وه خو طالبانو ددې طرحې د ردولو تر څنګ ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه باید د روان کال تر پایه له افغانستان څخه ووځي.

راپور د امریکايي چارواکو له خولې لیکي، ددې طرحې رد کېدلو د مذاکراتو په روان جریان کې کومه ستونزه نه ده پېښه کړې او خبرې په ښه فضاء کې روانې دي.

د چارواکو په وینا، دا خبرې د خپل وخت تر ټولو پراخې او د لوړې سطحې خبرې دي چې امریکا يې له طالبانو سره کوي.

یاده دې وې چې طالبان داسې مهال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د په ځنډ وتلو طرحه ردوي چې یوازې درې ورځې وړاندې طالب سرتېرې د امریکايي ځواکونو تر ټولو مهم مرکز ته ننوتل او تر سلو ډېر امریکايي سرتېرې یې هلته ووژل، تر برید وروسته طالبانو ګواښ وکړ که چېرې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د خلګو له وژلو لاس وانخلي دوی به ورته نور بریدونه وکړي او دا لړۍ به د «د اشغال د خاتمې او د اسلامي نظام تر حاکمیت پوري» روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x