افغانستان

پاکستان کې د جيش محمد ډلې ۴۴ غړي نيول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د جیش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر د زوی حماد اظهر او اوښی مفتي عبدالرؤف په شمول يې ۴۴ کسان نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د ملي امنيت شورا په ناسته کې د جيش محمد او نورو غیر قانوني ډلو پر ضد د عملياتو پرېکړه شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير شهریار خان اپريدي او د هغه سکرتر سلیمان خان اسلام اباد کې ګډې خبري غونډې  ته ويلي، چې دغه کسان د «اصلاحي بند» په موخه نيول شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي، د هند له لوري ورکړل شوي نوملړ کې د نيول شوو کسانو نومونه شته او په دې اړه له نيول شوو کسانو پوښتنې روانې دي.

خو د کورنيو چارو وزير ويلي، چې د ټولو غیر قانوني ډلو پر ضد عمليات کوي او هېڅوک باید روان عمليات د يوې  ډلې پر ضد ونه بولي.

پاکستان د جيش محمد ډلې دغه غړي  په داسې حال کې نيولي، چې د تېرې فبرورۍ مياشتې په څوارلسمه د هند تر واک لاندې کشمير کې پر هندي پوځيانو خونړي موټربم بريد کې ۴۴ پوځيان وژل شوي وو.

د دغه بريد مسؤوليت جيش محمد ډلې منلی و.

له دغې پېښې وروسته د هند او پاکستان اړيکې ترينګلې شوي دي.

شهریار اپريدي ويلي، چې دغه کسان يې د خپلو ادارو د معلوماتو پر اساس نيولي او د هند له تورونو سره يې د دې پېښې تړل ناسم وبلل.

هند پر پاکستان تور لګولی و، چې دغه بريد د پاکستان له لوري پلان شوی و، خو پاکستان د هند تورونه رد کړي او وړانديز يې کړی و، چې نوی ډيلی بايد اسلام اباد ته د مشکوکو کسانو نومونه وسپاري، خو هند پاکستان سره په دې اړه بحث کول بې ځايه بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x