د امریکايي سناتورانو طرحه؛ بهرني ځواکونه یو کال کې وتلی شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): دوو امریکايي سناتورانو په افغانستان کې د پیل کړې جګړې د ختمولو لپاره، یوه طرحه برابره کړې، چې پر اساس يې یو کال کې ټول امریکايي ځواکونه وتلی شي.

دا طرحه چې ډیموکراټ ټام اوډل او جمهوري غوښتونکي راین پال برابره کړې، د «افغان خدمتونو قانون» په نوم يې نومولې او اضافه کړې يې ده چې بهرني ځواکونو د وتلو په وخت کې باید ټول تجهیزات افغانستان کې پرېږدي.

د دې طرحې له مخې يوه نیمه میاشت کې د بهرنیانو د ایستلو لپاره بلان برابرېدلی شي او امریکایان خپل پنډغالي افغان لوري ته باید وسپاري.

طرحه کې د بهرنیو ځواکونو د تېښتې تر څنګ ویل شوي چې باید «بریا اعلان شي»، علت دا په ډاګه کوي، چې نور له افغاستانه د سپټمبر ۱۱مې پېښه نه‌شي تکرارېدلی.

ویل کېږي دا طرحه به کانګریس کې د بحث لپاره هم رایې اچونې ته وړاندې شي، خو تر دې وړاندې د کانګریس یوې ډیموکراټ غړې اوکاسیو کورتز ویلي، پر افغانستان یرغل یوه غلطي وه او په وینا يې بشپړ نسل يې د جګړې اور ته ټېل واهه.

وړمه ورځ راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ډيموکراټ نوماند برني سندرز هم وویل چې ولس باید پر حکومت فشار راوړي چې له افغانستانه ځواکونه را وباسي او پيل کړې جګړه پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې دی چې قطر کې د طالبان او امریکايي پلاوي د خبرو اترو لړۍ دوام لري او د ګډون لپاره يې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم زړه ښه کړی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

تر ٦ مياشتو په كم وخت كى هم وتلاى شى
كه ٦ مياشتى وى كه يو كال اوربند بايد ونشى او تر هغه پورى چى توله غاصبين وتلى نه وى د مزدورو دولتيانو سره په هر نقاب كى چى وى خبرى ناروا دى .