ورزش

اروپا اتلانو ليګ: اياکس لوبډلې ريال ميدريد په سخته ماتې له سياليو بهر کړ – ويډيو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۷ل): د اروپا اتلانو فوټبال ليګ (UCL) کې تېره شپه د تېر ياد ليګ اتلوله لوبډله «ريال ميدريد» اسپانوي کلب لوبډلې، د «اياکس» هالنډي کلب لوبډلې لخوا په ۴-۱ له سختې ماتې سره مخ او له يادو سياليو څخه بهر شوه.

اياکس لوبډلې د تېر درې پرلپسې اروپا اتلانو ليګ جام ګټونکې لوبډلې ته په سختې ماتې ورکولو سره نه دا چې په خپل کوربه لوبغالي (سنټياګو برنابيو) کې ماتې ورکړه بلکې پخپله يې کواټر پايلوبو ته لار وموندله، او ميدريد لوبډله يې له سياليو بهر او تاريخ يې جوړ کړ.

ددوی ترمنځ لومړۍ سيالۍ دوه اوونۍ وړاندې ترسره شوی وه چې ريال ميدريد اياکس لوبډلی ته په ۲-۱ ماتې ورکړې وه، خو په دې سيالۍ کې چې د «اګريګيټ» قانون له مخې ريال ميدريد په دوه-يو وړاندې هم و، خو اياکس لوبډلې څلور ګولونه ووهل او ددغې قانون له مخې يې په ۵-۳ ماتې ورکړه.

د لوبې پېل په شپږمه دقيقه کې د اياکس لخوا لومړی ګول ووهل شو، له دې وروسته د ريال ميدريد دوه لوبغاړي د ټپي کېدو له کبله بدل شول، خو وروسته اياکس درې نور او ريال ميدريد د اسينسيو لخوا يو ګول وواهه.

د يادونې ده چې ريال ميدريد لوبډلې په تېره يوه اوونۍ کې له خپلې سر سختې سيال لوبډلې «برسلونا» څخه په ال کلاسيکو سيالۍ کې د ميدريد په کوربه لوبغالي کې دوه واره ماتې وخوړه.

د يادې لوبې لنډيز:

https://youtu.be/m0wQZrkv_-A

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx