افغانستان

د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت ډله  ييز برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت ډله ييز برید شوی دی.

د ننګرهار ولايت چارواکو د پېښې پخلی کړی دی.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې يو شمېر بريدګرو تېره شپه شاوخوا يوه بجې هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت ډله‌ ييز برید پيل کړی، چې لا هم روان دی.

هغه وايي، چې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي او نه يې هم د شرکت نوم ياد کړی دی.

د پېښې ځای ته څېرمه ټولې لارې د خلکو او ترافيکو پر مخ تړل شوي او کره معلوماتو ته لاس رسی هم ناشونی دی.

د  پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x