«پاکستان له اقتصادي بنديزونو سره مخکېدی شي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د ماليې وزارت سکرتر عارف احمد خان اندېښنه ښکاره کړې، که د مالي ګام کاري ځواک نړيوالې ادارې «ايف اې ټي ايف» پر وړانديزونو او خبرداري عمل ونشي، پاکستان به له اقتصادي بنديزونو سره مخ  شي.

عارف احمد خان د ملي پارلمان «د عامه احتساب کمېټې» کې له ګډون وروسته رسنيو ته وويل، چې له اقتصادي بنديزونو د خلاصون لپاره بايد جدي ګامونه پورته شي.

دی وايي، چې د مالي ګام کاري ځواک ادارې له پاکستانه غوښتي، چې د غیر قانوني ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي او مالي سرچينې يې ورکنګل کړي.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۸ کال په جون مياشت کې د مالي ګام کاري ځواک د رايو په اکثريت پاکستان د ترهګرو ډلو د مالي سرچينو پر ضد رښتيني ګامونو نه اخيستو له امله په خړ ليست کې شامل کړی و او خبرداری يې ورکړی و، که تر ۲۰۱۹ پورې د ترهګرو ډلو مالي سرچينې کنګل نه کړي، په تور ليست کې به شامل شي او اقتصادي بندیزونه به پرې ولګيږي.

 د ايف اې ټي ايف نړيوالې ډلې په خپل تازه راپور کې د پاکستان په فعاليتونو ډاډ نه دی ښکاره کړی او اوس پاکستاني چارواکي د ممکنه اقتصادي بنديزونو له امله اندېښمن دي.

له همدې امله پاکستان د جيش محمد، جماعت الدعوه، فلاح انسانيت او يو شمېر نورې ډلې غیر قانوني اعلان کړي او د هغوی د مالي سرچينو د کنګل کولو اعلان يې کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د