افغانستان

اشرف غني کونړ ولايت ته تللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر ولايتونو ته د سفر په ترڅ کې نن سهار د يو دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان ختيځ ولايت کونړ ته سفر کړی دی.

نوموړي سره په دې سفر کې د نورو وختونو په نسبت د دولت ښځينه کارمندانې ډېرې وې او هلته يې د دې ولايت په مرکز اسعداباد کې د عامې روغتيا رياست د ودانۍ پرانسته وکړه.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په کونړ ولایت کې د ۲۰۰ بستريز روغتون د بنسټ ډبره هم کېښوده.

اشرف غني په دې وروستيو کې د افغانستان بيلابيلو ولايتونو ته سفرونه کوي او هلته د ځينو پروژو د پرانستلو خبره کوي خو يو شمير شنونکي وايي چې نوموړی په دې توګه غواړي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ځان له پاره کمپاين وکړي.

نږدې يوه مياشت مخکې ولسمشر غني د کونړ ګاونډي ولايت ننګرهار ته هم سفر کړی و چې هلته يو شمير خلک د نوموړي غونډې ته د اعتراض په توګه ورغلل تر څو په دې ولايت کې په چاپولو او هوايي بريدونو کې د خپلو وژل شويو پوښتنه ورڅخه وکړي خو نوموړی له غونډې څخه په ناڅاپي توګه بيرته کابل ته ستون شو.

له غونډې وروسته اعتراض کوونکو ويلي وو چې ننګرهار ته د اشرف غني د ورتګ په غونډه کې يواځې دولتي خلکو او دولت پلوه قومي مشرانو ګډون کړی و او په سيمه کې يې د ولسي وګړو اندیښنې له نوموړي سره شريکې نه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x