روغتیا

د شپې کم خوب ورځ کې بشپړول ځوانانو کې د شکر کچه لوړوي – څیړنه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۷ل): پوهانو ثابته کړې هغه ځوانان چې د شپې لخوا کم خوب د ورځې په اوږدو کې بشپړوي د شکر ناروغۍ کچه یې لوړیږي.

د سینګاپور هېواد مشهور نيورولوژيست (عصبي متخصص) «مایکل چي» په خپله څیړنیزه مقاله کې څرګنده کړې چې شپه او ورځ کې د ټاکلي خوب بشپړولو لپاره د شپې او بیا د ورځې په اوږدو کې ویده کېدل د شکر ناروغۍ ګواښ شونتیا زیاتوي.

په دغه څیړنه کې نیورولوژيسټ د ۱۵ کلنۍ او ۱۹ کلنۍ ترمنځ په دوه ګروپونو ویشل شویو ځوانانو باندې ازموینه ترسره کړه، ددوی څخه د مختلفو ورځني عادتونو او د خوب په اړه پوښتنې وشوې.

هغه کسانو څخه چې د شپې لخوا یې تر ۶ نیم او زیاتو ساعتو خوب کاوه او د ورځې نه ویده کېدل، او هغه کسانو څخه چې د شپې لخوا ۵ او د ورځې یو نیم ساعت خوب کاوه- د تېرو درې کالونو فزیکي او نفسي روغتیا بیاکتنه وشوه.

پایله کې څرګنده شوه چې د شپې ۵ او د ورځې یو نیم ساعت ویده کېدل زیات فعالیت کونکي ښودل شوي او حافظه یې هم ښه وه خو د معاینو ترسره کولو څخه څرګنده شوه چې د شکر اندازه یې لوړه شوې وه، بالعکس هغه کسان چې ۶ نیم یا له دې زیات خوب کوي د شکر اندازه یې نورمال ښودل شوې ده، خو د تېرو په پرتله لږ متحرک او زیات فعالیت کونکي نه دي.

له بل پلوه پوهان د ورځې په اوږدو کې یوه شېبه خوب د دماغو لپاره ګټوره بولي، دوی وایي چې له سهاره تر غرمې دفتري کار کول د انسان دماغ ستومانه کوي چې په اتومات ډول انسان د خوب احساس کوي، ددوی له دغه خوب څخه قیلوله مراد ده چې له ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو وخت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x