افغانستان

د طالبانو او امریکایانو مذاکرات په لسمه ورځ هم دوام لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د مذاکراتو پنځم پړاو، چې ټاکل شوې وه په درې ورځو کې ترسره شي، لا هم دوام لري.

د تېرې فبروري میاشت په ۲۵ تاریخ په قطر کې د دواړو غاړو مرکچي پلاوو د مذاکراتو خپلمنځي ناستې پیل کړي.

ترلاسه شوي راپورونه وايي چې نن په لسمه ورځ هم د دواړو غاړو ترمینځ د بندو دروازو ترشا بحثونه روان دي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو او امریکایانو ترمینځ مذاکراتي ناستې لسمې ورځ ته غځیږي. تېر ځل د مذاکراتو څلور پړاو شپږ ورځې دوام کړی و.

تر اوسه د دې ناستو جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو دواړه غاړې په دې اړه محتاطانه څرګندونې کوي.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې له طالبانو سره یې مذاکرات ډیر پیچلي دي او په خبرو کې د پرمختګ په صورت کې یې قطر ته د خپل ورتګ د شونتیا خبر ورکړی و.

د روانې اونۍ په سر کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیې کې وویل چې خبرې اترې په احتیاط پرمخ ځي، خو په دې اړه یې نور تفصیلات نه و ورکړي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په تازه راپور کې ویلي چې طالبانو هغه طرحه رد کړې چې له مخې به یې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه له ۳ څخه تر ۵ کلونو پورې وځي، خو ورځپاڼه د امریکايي چارواکو په حواله لیکي چې د دې طرحې رد کیدل به په مذاکراتي بهیر کې ستونزه پیښه نه کړي.

د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر دا مهال په قطر کې دی. که څه هم په مذاکراتي ناستو کې د نوموړي د ګډون خبر نه دی ورکړل شوی، خو تېره اونۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ملاخیرالله خیرخوا نن ټکی اسیا ته څرګنده کړې وه چې ملابرادر د خبرو اترو بهیر له نږدې څاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالسلام عابد

السلام عليكم ورحمة الله عزتمندوا مشرانو وفقكم الله لماتحب ويرضي سؤله او مذاكرات دا اسلامي حكم عقلي ضرورت او انساني غوښتنه ده ولي داهم واضحه ده چي سوله دجګري پيچلي اوسخته ده نو شه ده چي مذاکرتي ټيم دا لاندي نکات جدي نيسي ۱/ سوله رسيدل ټولو غوښتنو ته نه واي بلکه تنازل دبعضو غوښتنو نه دي هغه څه چي کيداي شي ورنه تنازل وشي څه دي بايد خپل مينځ کي سره تعريف شي ۲/ثوابت څه دي هغه هم بايدواضحه شي او ددفقهي اولويات په بنياد دي رديف بندي شي ۳/ جګره او سوله دخلکو او ولس دبرم ،عزت ،… نور لوستل »

جميل

که مذاکرات لس مياشتی او يا لس کاله هم وی په پای کی به مکاره او ظالمه امريکا وزی په مړو سترګو او خجله به وزی ، دا ګيدړی نور د زمرو سره د مخامخ کيدو وس نلری ، دوی په پيسو ، تکنالوژی او ډيروالی نازيدل خو خبر نه وه چی دا د اتلو ميړنيو او پر دين او آزادی مينو هيواد دی . په شرابو او فحشا مست بيعقلو امريکايانو څخه دا هير وه چي د همدی غازيانو پلرونو او نيکه ګانو په انګريزانو او په روسانو څه وکړل ، هغه وخت چی دوی کی اتحاد او اتفاق… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx