mujahideen

طالب پيژندنه

داود افغان

تر هغه پورې چې زه طالب پيژنم ، طالب خپل هدف ته ژمن دی ، تر څو چې ورنږدي کېږي دومره در نژدې کېږي ، په مينه کې ريښتينی دی ، خو همدا ريښتينوالي يې هم له خپلې موخې نشی راګرځولی.

طالب ته خپل هدف دومره قيمتي دی چې د کتاب لپاره د پاچا د لور ګل بشرې پروا نه کوي.

ټول کال له ملا سره تير کړي خدمت يې کوي ، او لاس په نامه ورته ولاړ وي خو چې کتاب يې خلاص کړ او يا يې خوند ورنه کړ په نيمه شپه بستره باروي او بيا بل ملا ته په زاريو هم نه شرميږي چې تر څو ځای ورکړي.

طالب په مينه په چاړه ووهه دی به درته خاندي خو که يو ځل يې خوا درته بده شوه بيا نو د شوراب غوندې ځای ته هم درپسې درځي، او له أمريكا غوندې قوت سره ډغره وهلو ته په اتڼونو ورځي.

طالب د يو بل په مرګ مجلسونه جوړوي، خپل شهيد ملګري ته په دې غصه وي چې ولې رانه مخکې شوي؟!

طالب د هندوکش هغه لوړه څوکه ده چې ليدو ته يې ټوله نړۍ ليواله ده خو د ليدو لپاره يې د ورختو وس نه لري خو دی همالته ورته ناست دي او دا له ځان سره زمزمه کوي اين کوي که دين کوي دا پټی به شين کوي.

طالب لکه د امو د سيند په شان ډېر ورو روان دی خو خپل هدف ته په رسېدو مصمم دی.

طالب د خپل محسن دومره مطيع دی چې چې په لويه ږيره يې ملاصاحب تر لښتو لاندې ونيسي خو دی يې په مقابل کې سوڼډ هم نه وهي ، ځکه چې دا هم د استاد مينه بولي.

د طالب (ښا)ښا ده او (نه)يې نه ده ، او د همدې لپاره له خدای ورکړي پاچاهي تيريږي خو له خپلې خبرې نه تيريږي ، څه يې چې په کتاب کې لوستي په هماغه دومره کلک ولاړ دی چې د بدلولو لپاره يې نړۍ اشر وکړ خو دې ده خبره يوه ، ځکه چې هم مسلمان دی هم پښتون دی ، نور که ښه دی او که بد دی خو په مينه کې صادق دی.

طالب هغه مست ځوان دي چې حتی په زندان کې هم د جمعې د شپې بانډار نه پريږدي او په اتڼونو يې لمانځي.
د نړۍ اروپوهان بايد راشي او ددې مستۍ لاملونه وڅيړي او نړيوالو ته يې د علاج لپاره وړاندې کړي کوندې وي چې په نړۍ کې د خودکشۍ کچه ټيټه شي.

طالب ته چې مينه ورکړي لکه استاد ياسر په سر دې کينوي اوکه يې بد درڅخه راغلل لکه خاکسار خاکريز ته دې ليږي.

طالب له ځان تيريږي خو له هدفه نه تيريږي ، تکليفونه ګالي خو کتاب نه پريږدي، ډوډۍ دې خوري خو منت دې نه مني مګر هيروې يې هم نه.

هغه طالب جان چې د پاچا د لور د مينې لپاره د کتاب مينه پرينښوده ، خو پر خپل قام باندې د ننګ کولو لپاره يې خپل کتاب هم د حجری په تاخچه کې کيښود او د قام په ننګ راووت ، خو همدغه اکثريت قام بيا هم دی تنها پريښود ، د ليلې دښته پرې ډکه شوه ، د کندهار دښتي يې په هديرو واوښتي ، او د بدخشان تنګي يې په قبرونو بدل شول ،خو دی هماغه طالب پاتي شو او دا ورته شرم ښکاريدو چې مخکې له دې چې له خپل ټبر سره وعده پوره کړې خپله راښکل شوې توره بيرته خپل تيک کې د ننه کړي.

د دې لامل هماغه د طالب ضدي خوي او کلک عزم دی چې يو وار يې کوم لوري ته مخه شوه بيا يې راګرځول د انسان له وسه وتلې خبره ده، او د مينې هغه فطرتي ويروس دی چې يو وار يې له چا سره پيدا شوه بيا ترې شاته کيدل د تاريخ شرم بولي.

په لومړي سر کې چې طالب خپل کتاب قات کړ د دې لپاره راووت چې خپل ولس ته امنيت راولي هماغه ژمنه يې پوره کړه .

او دا چې نن يې له خپل ولس سره د امنيت راوستو تر خوا د پرمختللي او خپلواک هيواد ژمنه کړې دا به هم پوره کوي .

راځئ چې د طالب سره د کرکې په ځای مينه و کړو او يوازې همدا مينه ده چې پر طالب خپلې غوښتنې منلي شو .

طالب به يې ګټې ځکه چې طالب د ځان لپاره نه ، بلکې د قام لپاره جنګېږي ، او نور د نورو او د ځان لپاره جنکېږي، د طالب حوصله لا ځوانه ده او عزم يې لا متين دی ، او نور ستړي شوي، او حوصلې يې له لاسه ورکړي ، او په جګړه کې دواړه لورې خوږيږي خو ګټې يې هغه څوک چې تر بل ډېر صبر وکا.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اجرونه مو په نصيب شه
هرومرو به يى طالب گتى دا د پاك الله(ج) وعده ده او هغه د وعدى خلاف نه كوى .
خو په دوو خبرو كى درسره موافق نه يم هغه داچى د طالب په كتابو كى پشتون او پشتونولى او پر قام را ولاريدل او جنگ كول نشته .

فايز افغان
میلمه
فايز افغان

جناب جميل صاحب
الله د روغ لره.
دلته د ليکوال مقصد شايد د پښتو پالنه نه وي بلکې د هغه خصوصياتو ته اشاره وي چې د په يوه ټبر کې فطرتا له يوه نسل څخه بل نسل ته په ميراث پاتې کېږي.
او پاتي شوه پر قام باندې ننګ مساله هغه هم د هغه حديث پر بنياد چې فرمايي (انصر اخاک ظالما او مظلوما))