افغانستان

ننګرهار: په خصوصي شرکت بريد کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه د ايم کيو په نامه پر يوه خصوصي شرکت ‏ډله ييز برید چې له تيرې شپې راهيسې پيل شوی دی ۲۷ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په دې بريد کې د اي کيو ساختماني شرکت ۱۶ کارمندان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې د پېښې له ځايه نهه تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شي چې پکې د يو تن روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

خوږياڼی زياتوي چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ياد شرکت په دفتر بريد چې د دوو سرتيرو بريدګرو چې له ځانو پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته يې انفجار ورکړ؛ پيل شو چې اوس ياد بريد پای ته رسېدلی او په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

د بريد له امله له نن سهار راهيسې د تورخم- جلال اباد لاره او همدا راز د بريد سيمې ته تللې لارې هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.

تراوسه د ياد بريد مسووليت چا په غاړه نه دي اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x