نړۍ

بلوچستان: ډیره مراد جمالي کي چاودني مرګ ژوبله واړوله

blast_morad_jamaliنن ټکی اسیا: چاودنه تیره ورځ ناوخته بلوچستان ایالت ډيره مراد جمالي کي دسویی ښارګوټی ته څیرمه هغه وخت رامنځ شوه چی دتیلواوګازو دشرکت اړونده موټري دنیمه فوځي امنیتي کسانو په بدرګه له سیمي څخه تیریدل، چاودنه کي ۴ کسه وژل شوي او۲۰ نفره نور ژوبل شویدي، په ژوبلو کسانوکي دوه فوځیان او ۷ کسه دمرکزي وزیرمیراحمدان بکټي  شخصی ساتونکي وه
له سیمي څخه عینی شاهدان وایی چاودنه دیوموټرسایکل په واسطه رامنځ ته شوه، چي له وړاندی څخه لاد کاروان ومخی ته دبازار په منځ ځای پرځای شوی وه
له سیمي څخه دیو کس په وینا چي چاودنه دومره زوروره وه ټول ښارته یی تکان ورکړ اوګڼو ودانیوته یی زیان اړولي دی اوس اوس نورامنیتي کسان دپيښی ځای ته رسیدلي دی،شااوخوا علاقه یی کلابنده کړیده اودپيښی قربانیان اوزخمیان یی نژدی روغتونوته رسولي دي، ځینی سخت زخمیان یی دجکب اباد اولړکاني وروغتونو ته رسولي دی
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x