افغانستان

کونړ؛ د اشرف غني په رسېدو پر مرکز توغندیز برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د یو پلاوي په ملتیا نن کونړ ولایت ته رسېدلی دی، چې له رسېدو سره سم د یاد ولایت مرکز ته را توغېدلی توغندی لګېدلی دی.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، توغندی اسد اباد کې توپچي ځواکونو مرکز ته څېرمه لګېدلی دی، خو په وینا يې تلفات نه لري.

تر اوسه د دې توغندیز برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

له اشرف غني سره په دې سفر کې د مېرمنو یوه ډله هم ملګرې وه، چې په اسد اباد کې يې د عامې روغتيا رياست د ودانۍ پرانسته وکړه او د ۲۰۰ بستريز روغتون د بنسټ ډبره يې هم کېښوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x