نړۍ

روحاني: امریکا او متحدین یې زمونږ سره په تجارتي او فیزیکي جګړه کې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): دایران ولسمشر حسن روحاني وايي هیواد یې د امریکا او متحدینو سره په مخامخ جګړه کې دی او پر وړاندي يې باید ایرانیان متحد شي.

نوموړي چې په شمالي ولایت ګیلان کې يې یوه لاریون ته وینا کول، وویل: «ایران د امریکا او متحدینو سره یې په تجارتي او مخامخ فیزیکي جګړه کې بوخت دی، دوی غواړي چې زمونږ حکومت بدل کړي».

د ایراني تلویزون پریس ټي وي د راپور سره سم روحاني زیاته کړه: «زمونږ ولس او زمونږ قیادت د دښمن پر ضد متحد دی».

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران سره د اټومي تړون لغوه کولو وروسته پر دغه هیواد نور هم فشار زیات کړی او په خپله بهرنۍ پالیسې کې يې د ایران پر ضد ایتلاف جوړول خپل اولویت بللی دی او اقتصادي بندیزونه یې باندي لګولي دي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

مه كوه په چا چى و به شى په تا

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x