نظــر

د مذاکراتي بهیر په تړاو طالب مشرتابه ته څو وړاندیزونه

لیکوال: سید احمد غزنوي

اوس مهال د اتلس کلنې جګړې په جریان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان کشالې د سیاسي حل تر ټولو ښه او تود وخت دی، د جګړې دواړه لوري پر دې همنظره شوي چې سیاسي حل تر ګردو مناسبه حل لاره ده.
په همدې تړاو دواړو لوریو په نژدې تیرو ورځو کې مسلسلې ناستې هم کړي او پایلو ته یې خوشبین دي.

ومې پتیله چې هغه څه چې زما په ذهن کې د مذاکراتي بهیر په تړاو ګرځي، هغه د طالبانو مشرتابه سره شریکې کړم؛ ښایي همدغو نکتو کې یې ډیری د طالب مشرتابه په فکر او ذهن کې هم وي او ورته متوجه هم وي، خو ښایي ځیني نکتو ته یې وکولای شم زه متوجه کړم.

طالب مشرتابه ته په پوره احترام او درناوي، دا نکته رسول غواړم چې د مذاکراتي بهیر لا پیاوړتیا او راتلونکې کې د نیکمرغه، پرامنه، هوسا او بسیا افغانستان لپاره اړینه او مفیده ده چې د ګران افغانستان له اکاډمیک او مجرب قشر سره تر وسه وسه سلا مشورې وشي.

ځکه د مذاکراتي بهیر په دوام کې ډیر پیچلي او څو بعدیز مسايل مخ ته راځي، مثلا؛ د مذاکراتو لومړۍ مرحلې اجنډا کې یوه مهمه مسئله د خارجي ځواکونو د خروج مسئله ده؛ اوس دا مسئله تر خپل وسه پیچلي ده، که خارجي ځواکونه ژر خارجیږي، کومې ګټې لري، که ډیر وخت کې وزي، کومې ننګونې او ستونزې زېږولای شي؟

خارجي ځواکونه یوازې نظامي کسان له دې خاورې ځي که نه ټول ملکي او نظامي خارجیان؟

همداسې بله پېچلي موضوع له افغانستان څخه نورې نړۍ ته ګواښ نه پېښول دي. دلته د افغانستان جغرافیه مشخصولو موضوع رامنځ ته کیږي، چې آیا تر ډیورنډ هاخوا هم په افغانستان کې حسابیږي او که نه؟
یا امریکا په افغانستان کې د هغو ډلو ملاتړ پرېږدي چې نړیوالو او افغانانو ته ګواښ او خطر پېښوي؟

بله خبره دا چې تر خروج وروسته به نړیواله ټولنه ګران افغانستان کې په کوم ډول حضور لري؟ داسې حضور لکه اوس چې د خیریه موسسو، تعلیمي بنیادونو، ورزشي نهادونو … تر نوم لاندې د اسلام او افغاني اساساتو پر خلاف توده او تکتیکي مبارزه پرمخ وړي، د خارجي ځواکونو تر وتلو وروسته د منلو ده که به رفورم او اصلاحاتو ته ضرورت وي؟

بله خبره دا چې تر خروج وروسته به نړیواله ټولنه، خصوصا ناټو او امریکا له افغانستان سره څنګه روابط پالي او لري؟

نړیوالې اړیکې ځکه مهمې دي چې موږ په وچه کې پروت او جنګ ځپلي خلک یو، د دنیاوالو مثبتې اړیکې او مرستې موږ ته حیاتي حیثیت لري.

د افغانستان په داخلي چارو کې د نړیوالو، خصوصا امریکا نه لاسوهنه هم خپل اهمیت لري، ایا له امریکایانو دا ضمانت اخیستل کېدای شي؟ بیا خو به داسې نه پېښیږي چې په غوڅ اکثریت افغانانو چې سلګونه کلونه یې په اسلام کې تېر کړي، د دیموکراسۍ په نوم خام نظام د تحمیلولو هڅې کیږي.

دا او دې ته ورته مهم موضوعات د مذاکراتي بهیر شامل څېزونه دي.

ښه به دا وي چې په همدې ډول موضوعاتو د ګران افغانستان له اکاډمیک، مجرب او زړه سوانده قشر سره روابط ټینګ شي، سلا مشورې ورسره وشي، نظر یې واخیستل شي، وړاندیزونه او انتقادونه یې په سړه سینه واوریدل شي.
که موضوع د سیاست وي، ښه سیاستوال لرو، که موضوع د جغرافيې وي، د هېواد دننه او بهر جغرافیه پوهان لرو.

که خبره د تخنيکي موضوعاتو شي، دغسې کسان لرو چې مخ ورته اوړي.

که موضوع دیني اړخ ولري، نخبه او عامل علماوو څخه مو وطن مالامال دی.

که داسې وشي، د ډیرو نورو ګټو ترڅنګ، یوه ګټه او ښه به یې دا وي چې په راتلونکې کې به پېښمانتیا نه پېښيږي، وطن ته به مو مطلوب حالات او شرایط برابر کړي وي، بله ګټه به دا وي چې همدغه قشر به ځان پردی، مرور او ناکاره نه بولي. ځان به د وطن ودانولو او نیکمرغه کولو کې مسؤل ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدرحیم

ښه مشوره ده خو که زمونږ طالب ورونه د لانسلم له غونډی راکوز شی البته د خپلو افغانانو ورونو په اړه اما د امریکا په اړه تنازل نه دی په کار تر څول د افغانستان ګټی په کی تضمین شوی نه وي.

لونګ

یاره زه خو چی فکر کوم په والله که له طالبانو څه جوړ کړی. د ملا یی پر سیاست څه. مونږه خو اسلامی امارت ولید. کچیری اسلام د فقر، مرض، بیسوادی دین وی نو دادی تاسو ته مبارک وی. دنیا وال چیری ورسیدل او مونږه اوس هم خپلی دینوی او آخروی ګټی د اسلام په نوم پر خلکو پر زوره تحمیله وو. د اسلام څخه مو څه جوړ کړل د ټولو زړه لدی دین څخه تور دی کله کله هم داسی کسان وینم چی د طالبانو کارونه وینی نو حتی دین او مذهب ته رد او بد وایی.###

شاکر

اي د لونګي## اي ## اي کمونيسته ته اسلام نه غواړي ته کمونستي حکومت غواړي، په و الله سره دي قسم وي که دغه طالبان نه واي آمريکايان به ستا له### سره ګرزيدلاي.
تاسو ولي بايد دومره بي وجدانه اوسي چه په طالب پسي بد او رد واياست پدسي حالکه چه طالب ستاسو د دين او ناموس او وطن د پاره جنګيږي.
د طالبانو سره د خداي نصرت دي په هلمند کي مو د آمريکايانو پر پايګاه د طالبانو ۹ نفري بريد نتيجه وليدله چه ۱۳۷ نفر ستا باباګان (آمريکايان يي)مردار کړل او ۲۶۰ داخلي مزدوران مړه کړل.

غمی.پښتین

غزنوی صاحب ښی چاری،
ټولی مشوری د تایید وړ دی،خو یو مشوره فکر درڅخه هیره ده .
هغه دا چه طالیان له امریکا سره په قطر کی پسپسک او هی هی هیه کوی.نو د افغان دولت او مسلمان ملت سره د هم په کابل په پل خشتی جومات کی خبری وکړی،

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x